خپلواک وېبپاڼه (۵ سپتمبر ۲۰۱۹): د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په اسيايي جام کې د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته د ۸۵ منډو په ستر توپير ماته ورکړه.
لوبه د باران د ورښت له امله ناوخته پيل شوه او له همدې امله ۴۶ اورونو ته راټيټه شوه.
په پيل کې پچه پاکستان لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په ټاکلو ۴۶ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې صدیق الله اتل ۲۹، رحمن الله ۲۷، فرحان زاخېل ۱۹، جمشېد خان او نور احمد هر يوه ۱۷-۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د پاکستان له لوري فهد منېر او عامر علي ۳-۳، عباس اپريدي ۲ او نسيم شاه ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقیب کې د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله په ۱۹.۴ اورونو کې په ۷۸ منډو وسوځېده، چې تر ټولو زیاتې منډې پکې عرفان خان ۱۹ وکړې.
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو له لوري ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې شفيق الله غفاري ۳، فضل حق ۲، عابد الله تڼيوال ۲، نور احمد ۲ او جمشېد خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه.
د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسيايي جام کې دا د افغانستان لومړۍ لوبه وه چې بريا يې پکې خپله کړه، له دې وروسته افغانستان له کويټ سره په ۶م سپتمر او له هند سره په ۹م سپتمبر لوبې ترسره کوي.