کورپاڼه / خپلواک / کوانټين ډي کوک د سويلي افريقا د پنځوس اوريزې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
کوانټين ډي کوک

کوانټين ډي کوک د سويلي افريقا د پنځوس اوريزې لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

خپلواک وېبپاڼه (٢١ جنوري ٢٠٢٠): د سويلي افريقا توپوهونکى او ويکټ ساتونکى کوانټين ډي کوک د سويلي افريقا لوبډلې د يو ورځنيو لوبو لوبډلې نوى لوبډلمشر وټاکل شو.

د راپورونو تر مخه، د سويلي افريقا کرکټ بورډ د انګلستان پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه. په دغه اعلان شوې لوبډله کې کوانټين ډي کوک د يوې ورځنۍ لوبو لپاره د لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى، چې په راتلونکې مياشت کې به د انګلستان پر وړاندې د سويلي افريقا لوبډلې مشري کوي.

کوانټين ډي کوک د ٣٥ کلن توپوهونکي فاف ډوپليسي پر ځاى نوى لوبډلمشر ټاکل شوى دى، ډوپليسي تر هغه مخکې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر و.

فاف ډوپلېسي چې د انګلستان پر وړاندې يې څو ورځې وړاندې په پورټ ايلزبت کې دريمه ټېسټ لوبه وبايلله، په خپلو خبرو کې دا يادونه کړې وه، چې هغه غواړي د لوبډلمشرۍ ذمه واري ځوانانو ته وسپاري، اوس تازه د يو ورځنيو لوبو لپاره په اعلان شوې ١٥ کسيزه لوبډله کې نه دى اخيستل شوى.

د کوانټين ډي کوک لومړۍ لوبې د هغه لوبډلې پر وړاندې دي، چې ٧ مياشتې مخکې يې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې اتلولي خپله کړه، د انګلستان لوبډله به د ايون مورګن په مشرۍ له سويلي افريقا سره لوبه کوي.

د انګلستان پر وړاندې په نوې اعلان شوې لوبډله کې د سويلي افريقا مخکښ توپ اچونکي ډيل سټين او کاګيسو رباډا هم نشته دى، ځکه دوى د ارام لپاره له لوبډلې کېنول شوي دي.

په دغه ١٥ کسيزه لوبډله کې ٥ نوو لوبغاړو ته چانسونه ورکړل شوي دي.

د سويلي افريقا په پنځلس کسيزه لوبډله کې کوانټين ډي کوک (لوبډلمشر، ويکټ ساتونکى)، ريزا هېنډرکس، ټمبا باوما، وين ډرډسن، ډيويډ مېلر، جى جى سټمس، انډيل فيلکوايو، ايل سپاملا، لنګي نګيدي، تبريز شمسي، ايس مګالا، بي فورټوين، بيورن هېنډريکس، جانى من ملان او کى ويرين شامل دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …