کورپاڼه / خپلواک / د نامتو ستورې انجلینا جولی پټ رازونه
Angelina Jolie

د نامتو ستورې انجلینا جولی پټ رازونه

خپلواک وېبپاڼه (۲۲ جنوري ۲۰۲۰): انجلینا جولي په ماشومتوب کې غوښتل چې یوه جادوګره یا ساحره شي او په دې اړوند ټول کتابونه مطاله او ځان پرې پوه کړي، خو قسمت نوموړې سینما ته راښکله او سیمنا کې یې اوچت مقام او غوره ځای ورته ورکړ. نوموړې په ډېر لږ وخت کې د خپل استعداد پر مټ د سینما د مینوالو پر زړونو کې ځای وکړ. د نوموړې نوم که څه هم تل د هغې د مینوالو پر شونډو وي او هر وخت یې یادونه کېږي، خو نوموړې لا هم د هالیووډ تر ټولو هغه مرموزه ستورې ده، چې لا یې هم په اړه دقیق معلومات چا سره نشته او د هغې په پټو روازونو زیات خلک نه دي خبر.

دلته د نوموړې ځینې داسې رازونه درسره شریکوو، چې تاسو به تراوسه نه وي اورېدلي.

۱- انجلینا جولي د خپل چپ لاس پر مټ د H توری لیکلی دی، چې په وینا یې دا یې د ورور James Haven Voight د نوم مخفف دی او دا یې ځکه لیکلی، چې ورور ورته خورا ګران دی او دواړه یو له بل سره خورا صمیمي هم دي.

۲- انجلي او ورور یې جیمز یو له بل سره لېونۍ مینه لري. البته په تېرو کلونو کې د دوی دواړو په اړه ځينې خبرې خپرې شوې وې، چې ګنې دواړه له یو بل سره کینه لري او له یو بل ښه نه وړي، خو دا خبرې حقيقي نه وې. د نوموړې ورور جیمز د خپلې خور په اړه تل ویلي دي، چې هغه خپله خور یوه پیاوړې او فوق العاده مېرمنه ګڼي. هغه دا هم ویلي وو، چې ځکه یې تراوسه واده نه دی کړی، چې غواړي د خپلې خور غوندې جینۍ ومومي، خو هغسې جینۍ ورته نه پیدا کېږي.

۳- انجلینا جولي چې کله ماشومه وه، نو غوښتل چې جادوګره شي او د جادوګرۍ په اړه ټول کتابونه ولولي او زده یې کړي، خو وروسته یې نظر بدل شوی و او غوښتل یې چې د مړو د تدفین د ادارې ماموره شي.

۴- د انجلینا جولي په وینا، ((جنا رولاند)) د هغې له پاره الهام شو او د هغه په هڅو سینما ته راغلله، چې بیا یې له نوموړي سره په دوه فلمونو (زړه) په ۱۹۹۸ کې او (د ژوندونونو اخیستل) Taking Lives په ۲۰۰۴ کال کې جوړ کړل.

۵- انجلینا په ۱۴ کلنۍ کې د موډلنګ کار پیل کړ چې په ۱۸ کلنۍ کې یې یاد کار پرېښود او فلمي ستورې شوه.

۶- لومړنی رول چې انجلینا په فلم کې ترسره کړ، د خپل پلار په فلم Lookin’ to Get Out و، چې په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شو.

۷- نوموړې د ماشومتوب پر مهال دوه کورني ماران لرل، چې پر یوه یې ((ولادیمیر)) او پر بل یې ((هري دین استانتون)) نومونه ایښي وو.

۸- نوموړې ټولې هغه سترې جایزې چې په بېلابېلو وختونو کې یې له لوړو بنسټونو نه ترلاسه کړې دي، چې ټولې یې خپلې مور ته ورکړې دي او ویلي یې دي، چې هغه پخپله جایزو ته اړتیا نه لري.

۹- نوموړې د خپل زوی له پاره د لیور پول فوټبال لوبډلې مینواله ده. هغه وايي چې زوی یې مدوکس د یادې لوبډلې میونال دی، ځکه یې دا هم ملاړ کوي.

۱۰- نوموړې له خلکو سره په روغبړ کې له غاړې ورکولو سره مینه نه لري. هغې په دې اړه ویلي دي: (( کله چې د لویدو په حال کې ووم، له خلکو سره د روغبړ پر مهال مې غاړې ورکولو څخه ډډه کوله او بد مې ځنې راتلل، حتا خپل ورور سره مې هم د روغبړ پر مهال دا کار نه کاوه.))

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …