کورپاڼه / خپلواک / ځدراڼ، رحمان او غفاري افغانستان ته ستره بريا ور په برخه کړه
شفيق الله غفاري، ابراهيم ځدراڼ او رحمان الله

ځدراڼ، رحمان او غفاري افغانستان ته ستره بريا ور په برخه کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کم عمره ځوانانو د ١٩ کلنو نړيوال جام کې افغانستان ته يو ځل بيا ستره بريا ورپه برخه کړه، چې ابراهيم ځدراڼ، رحمان الله شفيق الله غفاري ښه وځلېدل او د اماراتو له لوبډلې څخه يې د ١٦٠ منډو په ستر توپير لوبه کې افغان لوبډله بريالۍ کړه.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په ١٣مه لوبه کې افغانستان په پيل کې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر فرحان زاخېل او ابراهيم ځدراڼ توپوهنې ته راووتل، افغانستان ٢٨ منډې کړې وې چې فرحان زاخېل د ٨ منډو جوړولو وروسته سنچيت شرما وسوځاوه. له هغه وروسته عمران مير راغى، خو هغه هم ونه شو کولاى چې له ابراهيم سره اوږده ملګرتيا وکړي او د ٦٢ په مجموعي منډو يې مياپن په توپ اريان لکړا ته کېچ ورکړ، چې ٢١ منډې يې ترلاسه کړې وې.

ابراهيم ځدراڼ ښه توپوهنه پيل کړې وه او رحمان الله يې هم ملګرتيا ته راغى، چې دواړه په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ١١٢ منډو ملګرتيا يې وکړه چې د افغانستان منډې يې ١٧٤ ته ورسولې، افغانستان دريم توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ و چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه او د ٨٧ منډو سوځولو وروسته وسوځېده.

محمد اسحاق هم د رحمان الله سره ښه ملګرتيا وکړه او منډې يې ٢٤٨ ته ورسولې، خو نوموړي ٣٥ منډې کړې وې چې د منډې پر مهال وسوځېده. همدا راز رحمان الله هم د ٨١ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټ له لاسه ورکړه، د افغانستان وروستى توپوهونکى شفيق الله غفاري و چې د لوبې په وروستي توپ د چيټيا په توپ باندې محمد فراز الدين کېچ کړ.


افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ٢٦٥ منډو هدف وټاکه.

د متحده عربي اماراتو له لوري پالانياپن مياپن ٢، سنچيت شرما، ديشان چيټيا او اريان لکړا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٦٦ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم متحده عربي اماراتو له لوري لوبډلمشر اريان لکړا او وريتيا ارويند ښه پيل وکړ، چې دواړو ٦١ منډې وکړې، خو ارويند يوازې ١٩ منډې کړې وې چې شفيق الله غفاري له مېدانه بهر کړ. ورپسې په بل توپ باندې غفاري د جوناتن فيګي ويکټ هم ترلاسه کړه او په دوه توپونو يې دوه لوبغاړي وسوځول.

همدا راز اريان لکړا هم د منډې پر مهال د شفيق الله غفاري ښکار شو او په منډه کې يې وسوځاوه، له هغه وروسته نو ټوله لوبه د افغانستان په ګټه روانه شوه او د اماراتو توپوهونکو پرلپسې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، ځکه اريان لکړا ٢٨ منډې وکړې او له هغه وروسته يوازې محمد فراز الدين ١١ منډې ترلاسه کړې، چې بل هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې ان لس منډې هم وکړي.

د افغانستان له لوري يو ځل بيا شفيق الله غفاري خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز ٣ لوبغاړي بيا نور احمد هم وسوځول او افغانستان ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.

متحده عربي اماراتو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٥ منډې وکړې او افغانستان د ١٦٠ منډو په ستر توپير په نړيوال جام کې پرلپسې دويمه بريا هم خپله کړه او بل پړاو ته د تګ لار يې هم پېدا کړه.

شفيق الله غفاري د ښې توپ اچونې له لامله يو ځل بيا د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، نوموړي تر دې مخکې هم په لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.

د يادولو ده چې د سويلي افريقا پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزه وهلې وه، چې پرلپسې يې دويمه پنځوسيزه شوه، عمران مير هم په تېره لوبه کې پنځوسيزه وهلې وه او شفيق الله غفاري بيا په هغه لوبه کې هم خطرناکه توپ اچونه ترسره کړې وه چې ٦ لوبغاړي يې خپل ښکار کړي و.

افغانستان به د ١٩ کلنو نړيوال جام کې په ډي ګروپ کې خپله وروستۍ لوبه د کاناډا لوبډلې سره ترسره کوي، افغانستان اوس مهال په دغه ګروپ کې په سر کې قرار لري او له کاناډا سره تر لوبې وروسته به بل پړاو ته لاړه شي، چې بيا به کومو لوبډلو سره مخ کېږي، هغه به وروسته معلومې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …