کورپاڼه / خپلواک / ټېسټ لوبه: رحمت او اصغر لومړۍ ورځ افغانستان ته بختوره کړه
رحمت شاه

ټېسټ لوبه: رحمت او اصغر لومړۍ ورځ افغانستان ته بختوره کړه

خپلواک وېبپاڼه (۵ سپتمبر ۲۰۱۹): افغانستان د بنګله دېش سره يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې نن يې لومړۍ ورځ وه او د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ رحمت شاه او اصغر افغان ډېره ښه او په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د افغانستان لپاره يې ورځ بختوره کړه. په لومړۍ ورځ افغانستان ۲۷۱ منډې وکړې، چې رحمت شاه ۱۰۲ او اصغر افغان پکې ۸۸ منډې وکړې.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ ټېسټ لوبه د بنګله دېش په چټوګرام ښار او ظهور احمد چودري لوبغالي کې نن د افغانستان په وخت اته نيمې بجې پيل شوه، د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په لومړۍ ورځ د ۹۶ اورونو لوبه ولوبوله، چې ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل او ۲۷۱ منډې يې وکړې. د نننۍ لوبې تر ټولو ښه خبره دا وه چې د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې رحمت شاه سليزه ووهله او دا ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

همدا راز رحمت شاه او اصغر افغان د ۱۲۰ منډو ملګرتيا وکړه، چې د افغانستان لپاره ډېره ګټوره تمامه شوه او منډې ډېرې زياتې شوې، له هغه وروسته بيا اصغر افغان او افسر ځاځي هم د ۷۴ منډو ملګرتيا وکړه او سبا به دواړه خپلې ملګرتيا ته دوام ورکوي.

نه یوازې دا چې رحمت شاه د ۱۰۲ منډو توپوهنه ترسره کړه، اصغر افغان هم ۸۸ منډې کړي او ناسوځېدلی دی، همدا راز افسر ځاځی هم په ۳۵ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.

په نورو لوبغاړو کې احسان الله جنت ۹، ابراهیم ځدراڼ ۲۱، حشمت الله شهيدي ۱۴ او محمد نبي صفر منډې وکړې.

د بنګله دېش له خوا تېجول اسلام ۲، نايم حسن ۲ او محمدالله ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د يادولو ده چې ابراهيم ځدراڼ، قېس احمد او ظهیر خان هغه ځوان لوبغاړي دي، چې په لومړي ځل په ټېسټ لوبه کې ګډون کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …