خپلواک وېبپاڼه (۶ سپتمبر ۲۰۱۹): د پښتو ژبې د مشهورې سندرغاړې نازيه اقبال او خاوند جاوېد فضا ترمنځ يې له طلاق وروسته بېرته روغه وشوه او دواړه سره بېرته يو ځای شو.
تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو کې د نازيه اقبال او خاوند جاوېد فضا يوه ويډيو خپره شوې وه، چې نازيه اقبال په خپله خوښه، په ډېر جذباتي، احساساتي او ژړغوني غږ له خپل خاوند څخه طلاق غواړي او ورته وايي چې نور يې ورسره وخت نه تېرېږي. همدا راز خاوند يې ورته وايي، چې په خپله خوښه طلاق غواړې او هغه وايي چې زه نه غواړم نازيه اقبال ته طلاق ورکړم، خو مجبوره يې کړم او له هغه وروسته ورته درې ځلې (نازيه اقبال ته په ما طلاقه يې) جمله تکراروي او نازيه اقبال ته طلاق ورکوي.
دا هم ولولئ:
نازيه اقبال له خپل خاوند نه طلاق واخيست
نازيه اقبال او خاوند يې په طلاق پښېمانه شوي
له هغه وروسته په ټولنيزو رسنيو کې دا موضوع ډېره پراخه خپره شوه، چې د ډیوه راډيو د يوه خبر تر مخه، نازيه اقبال او خاوند يې وروسته په طلاق پښېمانه شو او وې ويل چې په احساساتو کې ترې دغه ډول پرېکړه شوې ده.
د دوی په وينا، نازيه اقبال او خاوند يې عارضي له يو بل څخه بيل شوي دي، خو د تل لپاره د بيلېدو او يا هم د يو ځای کېدو لپاره به د مذهبي احکاماتو په رڼا کې پرېکړه کوي. همدا راز دواړو د ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق په خپل منځ کې ثالث يا دريمګړی هم ټاکلی و.
خو فاروق فراق په خپل فېسبوک باندې تازه ليکلي دي، چې د نازيه اقبال او جاوېد فضا کور الله له ړنګېدو وساتلو.
نوموړي همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې ليکلي دي ((د الله شکر! په ګڼ شمېر کې ډېرو وتلو مفتیانو صاحبانو د نازیه اقبال او د هغې د خاوند طلاق ته د احاديثو په رڼا کې يوازې د يو طلاق درجه ورکړه او په دې حواله يې باقاعده فتوې جاري کړې، چې د اسلام د ستر پېغمبر د تعليماتو په رڼا کې دا ښځه او خاوند خپل ګډ ژوند ته دوام ورکولی شي.))
د نوموړي له ياد پوسټ څخه څرګنده شوه چې نازيه اقبال او خاوند يې دواړه له طلاق وروسته د عالمانو د فتوې په ترلاسه کولو سره بېرته يو ځای شوي دي او خپل ګډ ژوند ته يې يو ځل بيا دوام ورکړی دی.