کورپاڼه / خپلواک / سمرتي ماندانه: موږ بايد په دې پوه شو چې پېسې د نارينه و کرکټ له لارې راځي
سمرتي ماندانه

سمرتي ماندانه: موږ بايد په دې پوه شو چې پېسې د نارينه و کرکټ له لارې راځي

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI څه ورځې مخکې د نارينه او ښځينه لوبغاړو سره د ٢٠٢٠ کال لپاره قراردادونه وکړل، چې د يادو قراردادونو په ټولنيزو رسنيو له خپرېدو وروسته د هند پر کرکټ بورډ سختې نيوکې وشوې.

لومړى چې د کوم لامل له امله د هند پر کرکټ بورډ نيوکې وشوې، هغه د پخواني لوبډلمشر او د مخکښ توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني په کلني قرارداد کې نه شاملول و، نوموړي چې د هند لپاره يې تر ډېره پورې ښې لوبې ترسره کړي او يو زبردست ويکټ ساتونکى او توپوهونکى و، له ٢٠١٩ نړيوال جام وروسته اوازې خپرېږي، چې هغه کرکټ پرېږدي، خو نوموړى تېر کال ويلي و، چې هغه لا هم کرکټ کولاى شي.

بل لوري ته بيا د هند پر کرکټ بورډ له دې لامله ډېرې نيوکې وشوې، چې ولې نارينه لوبغاړو سره په کروړونو (١ کروړ، ١٠ ميليونه) کې قراردادونه شوي دي، خو له ښځينه لوبغاړو سره بيا په لکونو (١٠ لکه، ١ ميليون) کې قراردادونه شوي دي.

 

View this post on Instagram

 

Who’s in, who’s out, and who’s moved up? The BCCI has released the men’s player contracts for 2019-20

A post shared by ESPN Cricinfo (@espncricinfo) on


د هند کرکټ بورډ د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په څلورو کټګوريو کې وېشلي دي، چې د اې پلس A+ کټګورۍ لوبغاړو ته ٧ کروړه يا ٧٠ ميليونه، د اې کټګورۍ لوبغاړو ته ٥ کروړه يا ٥٠ ميليونه، د بي کټګورۍ لوبغاړو ته ٣ کروړه يا ٣٠ ميليونه او د سي کټګورۍ لوبغاړو ته ١ کروړ يا ١٠ ميليونه هندي کلدارې کلنى معاش ورکول کېږي.

خو د هند د ښځينه کرکټ لوبډلې د پيل توپوهونکې سمرتي ماندانه بيا د خلکو له دغه خبرو سره اتفاق نه کوي او هغه وايي چې کرکټ بورډ ته زياتې پېسې د نارينه و کرکټ له لارې راځي.

سمرتي ماندانه وايي، موږ بايد په دې خبره پوه شو، چې تر ټولو زياتې پېسې د نارينه و کرکټ له لارې ترلاسه کوو. که چېرته د ښځو کرکټ دومره پېسې وګټي، نو زه به لومړنۍ يم چې ووايم بايد ښځو ته ډېرې پېسې ورکړل شي، خو په اوسني حالت کې دا ښه خبره نه ده.


نوموړې زياتوي، چې زه فکر نه کوم چې کومه لوبغاړې دې په دې اړه فکر کوي، چې ولې د نارينه و پېسې دومره ډېرې دي او د ښځو کمې دي، زموږ د ټولو لوبغاړو فکر يوازې په دې دى چې څنګه د هند لپاره نورې ډېرې لوبې وګټو او زموږ د لوبو ليدو ته ډېر مينه وال راشي، تر څو کرکټ بورډ له دې لارې هم پېسې ترلاسه کړي.

که موږ غوښتنه وکړو چې د نارينه و لوبغاړو په څېر دې موږ ته هم همدومره ډېرې پېسې راکړل شي، نو زه فکر کوم چې دا به ښه او د انصاف خبره نه وي، ځکه د نارينه و او د ښځينه و په کرکټ کې ډېر لوى توپير دى، لکه څنګه توپير چې په کلني معاش کې دى، همداسې زموږ کرکټ هم دى، نو زموږ ټوله هڅه همدا ده چې ښې لوبې وکړو او خلک دې ته تشويق کړو چې د ښځو لوبو ته هم لوبغالو ته راشي او دوى تشويق کړي.

 

View this post on Instagram

 

Look past the fear and rise😇✌️

A post shared by Smriti Mandhana (@smriti_mandhana) on


د يادولو ده چې د هند کرکټ بورډ ښځينه لوبغاړې بيا په کلني قرارداد کې د معاش په لحاظ په درې کټګوريو کې وېشلي دي، چې اې کټګورۍ کې ٥٠ لکه يا ٥ ميليونه، په بي کټګورۍ کې ٣٠ لکه يا ٣ ميليونه او په سي کټګورۍ کې بيا ١٠ لکه يا ١ ميليونه هندي کلدارې کلنى معاش ورکول کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A grade drop for Mithali Raj, while 15-year-old Shafali Verma is among those newly added in BCCI’s women’s player contracts

A post shared by ESPN Cricinfo (@espncricinfo) on


سمرتي ماندانه چې د ٢٠١٣ کال راهيسې د هند د ښځينه کرکټ لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه د پيل توپوهونکې ده، چې چپ لاسي توپوهنه کوي. نوموړې په ٥١ يو ورځنيو او ٦٦ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ګډون کړى دى، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې د ٤٣.٠٨ په اوسط ٢٠٢٥ منډې ترلاسه کړي دي، چې يوه لوبه کې يې زياتې منډې ١٣٥ دي. همدا راز ٤ سليزې او ١٧ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړې د ٢٤.٥٩ په اوسط او د ١١٧.٠١ په سټرايک رېټ سره ١٤٥١ منډې کړي دي، چې په يوه لوبه کې يې ٨٦ زياتې منډې دي او ١٠ ځلې يې پنځوسيزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …