کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، ويسټ انډيز او هند بل پړاو ته لاړ
هند او افغانستان

١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، ويسټ انډيز او هند بل پړاو ته لاړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې تراوسه پورې چې څومره لوبې ترسره شوي دي، په هغې کې افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، ويسټ انډيز او هند لوبډلې دويم پړاو ته لاړې.

افغانستان پرون د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې د ١٦٠ منډو په ستر توپير يې ماتې ورکړه او دويمه بريا يې هم په خپل نوم کړه، چې له دې سره يې بل پړاو ته لار پېدا کړه، افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د کاناډا لوبډلې سره ترسره کوي.

همدا راز هند، بنګله دېش، ويسټ انډيز او پاکستان هم خپلې لومړۍ دوه لوبو کې بريا خپله کړې ده او ټولو لوبډلو بل پړاو ته لار پېدا کړې ده.

په اې ګروپ کې بيا د نيوزيلېنډ ډېر چانس شته چې دويم پړاو ته لاره پېدا کړي، په بي ګروپ کې بيا د اسټراليا چانس ډېر دى، خو که چېرته انګلستان په ښه مارجن سره لوبه وګټي، نو ښايي له اسټراليا مخکې شي او دويم پړاو ته لاړ شي.

د سي ګروپ نه بيا بنګله دېش او پاکستان بل پړاو ته تللي دي، نو له دغه ګروپ نه بله لوبډله نه شي کولاى چې مخکې لاړه شي، په دغه ګروپ کې زمبابوې او سکاټلېنډ خپلې دواړه لوبو کې ماتې خوړلې دي.

په ډي ګروپ کې چې افغانستان ترې دويم پړاو ته لاره پېدا کړې ده، سويلي افريقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو هم يوه يوه لوبه ګټلې ده او کاناډا بيا کومه لوبه نه ده ګټلې، خو افغانستان به له کاناډا سره لوبه ترسره کوي او سويلي افريقا او متحده عربي امارات به په خپل منځ کې لوبه ترسره کړي، په دوى کې چې هر چا لوبه وګټله، هغه لوبډله به بل پړاو ته لاړه شي، خو که چېرته کاناډا له افغانستان څخه لوبه وګټي، نو هېڅ فرق نه کوي.

د ١٩ کلنو نړيوال کې به نن اسټراليا او انګلستان لوبه ترسره کوي او نايجيريا او ويسټ انډيز به هم لوبه ترسره کړي.

افغانستان به بيا د جنورۍ په ٢٤مه نېټه له کاناډا سره لوبه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …