کورپاڼه / خپلواک / شعېب اختر: د سهواګ په سر چې څومره ويښته نشته، دومره ماسره پېسې دي
وريندر سهواګ او شعېب اختر

شعېب اختر: د سهواګ په سر چې څومره ويښته نشته، دومره ماسره پېسې دي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان د پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر او د هند د پخواني ټاپ ارډر بېټسمېن وريندر سهواګ پر يو بل پسې خبرې کړې دي، چې د رسنيو سرټکي ګرځېدلي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان پخوانى توپ اچونکى شعېب اختر وايي، چې د وريندر سهواګ په سر چې څومره ويښته نشته، دومره له ماسره پېسې دي.

تر دې مخکې د هند پخواني توپوهونکي وريندر سهواګ په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې ده، چې هغه د شعېب اختر په اړه ويلي دي، چې د شعېب اختر ګټې په هند کې دي، نو ځکه هغه د هندۍ لوبډلې پر ضد باندې هېڅ هم نه شي ويلى.

وريندر سهواګ په دغه ويډيو کې وايي، چې کله هغه د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېده، نو له شعېب اختر سره به يې ډېرې خبرې نه کېدې، خو اوس يې له نوموړي سره ملګرتيا ده. هغه زياتوي، چې دا د شعېب اختر مجبوري ده چې هغه د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ستاينه وکړي، ځکه چې ګټې يې دلته تړلې دي.


خو د هغه د دغه ويډيو له خپرېدو وروسته شعېب اختر د هغه په ويډيو باندې غبرګون ښکاره کړى دى، شعېب اختر له پاکستاني رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې پېسه الله پاک ورکوي، هند چاته پېسې نه شي ورکولى. هغه وايي، چې د وريندر سهواګ په سر دومره ويښته نشته، څومره ډېرې چې له ده سره پېسې دي.

شعېب اختر په خپلو خبرو کې وويل، چې د هندۍ کرکټ لوبډلې ستاينه خو د پاکستان پخوانى لوبغاړى او تبصره کوونکى رميز راجه هم کوي، خو هغه باندې هېڅوک نيوکې نه کوي.

د يادولو ده چې وريندر سهواګ تر دې مخکې د پاکستان د پخواني چټک توپ اچونکي رانا نويد الحسن په اړه هم داسې څرګندونې کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …