کورپاڼه / خپلواک / رحمت ۱۰۲، اصغر ۹۲، افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې وکړې
اصغر افغان

رحمت ۱۰۲، اصغر ۹۲، افغانستان لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ منډې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (۶ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او بنګله دېش په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان په دويمه ورځ ۳۴۲ منډې وکړې او لومړۍ پاڼۍ يې پای ته ورسېده.

د افغانستان له خوا رحمت شاه د افغانستان کرکټ تاريخ لومړنی توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله او په ۱۰۲ منډو يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه، همدا راز اصغر افغان بيا ۹۲، راشد خان ۵۱ او افسر ځاځي ۴۱ په زړه پورې منډې وکړې او د افغانستان منډې يې ډېرې کړې.

يوازينۍ ټېسټ لوبه چې د بنګله دېش په چټوګرام ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره کېږي، په پيل کې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان د پيل توپوهونکي احسان الله جنت او ابراهیم ځدراڼ وو چې دواړه په ترتیب سره په ۹ او ۲۱ منډو وسوځيدل.

دا هم ولولئ:

رحمت شاه تاريخ جوړ کړ

رحمت او اصغر لومړۍ ورځ افغانستان ته بختوره کړه

درې لوبغاړي چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې هېڅ منډه ترلاسه نه کړه، هغه محمد نبي، يمين احمدزی او ظهير خان و.

همدا راز راشد خان هم يو نړيوال ريکارډ په نوم کړ او هغه دا چې نوموړی د ټېسټ لوبو تر ټولو کم عمره لوبډلمشر شو، چې د ټېسټ لوبې مشري په خپله غاړه لري.

افغانستان په لومړۍ ورځ ټوله ورځ لوبه وکړه، همدا راز په دويمه ورځ يې په لومړي سيشن کې لوبه وکړه چې ۳۴۲ منډې يې وکړې چې دا د بنګله دېش لپاره يو ښه هدف دی. اوس د بنګله دېش لومړۍ پاڼۍ روانه ده او وه به کتل شي چې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې څومره منډې ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …