کورپاڼه / نوې څېړنه: اندېښنه مو د تل لپاره ويښته سپینوي
اندېښنه ويښته سپينوي

نوې څېړنه: اندېښنه مو د تل لپاره ويښته سپینوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): سټرېس يا اندېښنه او تشويش هومره زيانونه لري چې ليکل یې يوه نړۍ وخت نيسي، په دې هکله چې انسان هر څومره څېړنه کوي په همغه کچه پوهېږي چې د سټرېس او اندېښنې څخه د انسان ستر دښمن نشته دى.

سټرېس نه يوازې د فقيرو او غريبو هېوادونو په کسب بدل شوی، بلکې دا چاره په غربي نړۍ کې هم ښه اوج ته رسېدلې، که څه هم په دواړه ډول هېوادونو کې د دې سبب فرق لري.

مثلاً زموږ په هېواد کې يو پلار په دې غم کې وي چې سبا به د کور کرايه له کومه کوم، يا به سبا د خپل زوی د پوهنتون فيس له کومه کوم او ځینې خو به حتاً په دې غم کوي چې سبا به څه خوري.

خو په غرب کې بيا دا چاره نور سببونه لري، تر ډېره د لا ښه د ډېر ښه نه ترلاسه کول، د سيالو سره نه سيال کېدل، مثلاً په انسټاګرام کې د خلکو او ځینې مشهورو ستورو مجلل ژوند څارل او خپل ځانته کتل د هغوی د اندېښنې سبب کېږي.

د اندېښنې تاثيرات دومره خطرناک دي، د وخت په تېرېدو سره د ‌انسان د ژوند مرکز يانې زړه چې د انسان د ژوند لپاره تر ټولو اړین غړی دی هم سخت متضرره کوي.

اوس د هارورډ پوهنتون نوې څېړنه ښيي چې اندېښنه د انسان د سر ويښته هم سپينوي، په دې چاره موږ ډېر شاهدان يو هغه خلک چې ډېر اندېښمن وي موږ یې ګورو چې په ځوانۍ کې یې سر سپين وي.

خو خېر، راځو دې ته چې د دې څېړنې په بنسټ د انسان ويښته د اندېښنو له کبله څه ډول او په کوم ميکانيزم سپينېږي.

د هارورډ پوهنتون مشهور بيولوژي پوه Ya-Chieh hsu وايي چې د اندېښنې له کبله چې کوم عصبي رېښې حرکت پيل کوي يا په دې پروسه کې داخلېږي، يو ډول هورمون ترشيح کوي، کوم چې هغه حجرې وژني چې د ويښتو پيګمنټونه جوړوي.

د Nature په مجله کې د خپاره شوي راپور په بنسټ دغه څېړنه Ya-Chieh hsu لومړی په يوه موږک ترسره کړه چې مثبتې پايلې یې ترلاسه کړې.

د دې څېړنې په اساس ساينس پوهانو څو موږکان په لابراتوار کې د څېړنو لاندې ونيول، تر څو ورباندې دا تيوري تجربه او عملي کړي.

لومړی په لابراتوار کې ځينې موږکان تنګ کول، وروسته یې د پیچکارۍ په واسطه یې اوبه ورشیندلې، ګروپ یې ګل او چالان کول، وروسته ساينس پوهانو وليدل چې د نورو موږکانو په پرتله د دغه موږکانو ويښته زر سپین شول.

د دې څېړنې په بنسټ چې ډېر کم سټرېس او اندېښنې هم د دې لپاره کافي ده چې د انسانانو ويښته بې وخته سپين کړي.

د څېړنې په اساس کله چې سټرېس پيل شي نو د سيمپاتيک عصبي سیستم سيګنالونه د بنسټ يا اصلي رېښې دغه سيګنالونه غلط برادشت کوي، د ويښتو د لا اوږده کېدو سیګنال ورکوي او ويښته لا زر غټېدل او لویېدل پيل کوي.

د دې په پايله کې هغه حوض چې ويښتو ته رنګ ورکوي، وچېږي او نور دا توان نه لري چې رنګه ويښتان تولید او جوړ کړي.

د اندېنښې زيانونه بې شمېره دي، ښه به وي چې څه زموږ په لاس کې وي ویې کړو، څه نه شو کولی ورته اندېښمن نه شو، څه چې شوي تېر دي او څه چې راتلونکې کې دي زموږ د بدلون او سمون يوازينۍ چاره یې دا ده چې اوس وخت مو ښه او مشغول تېر کړو.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل: چيناى سوپر کنګز لوبډلې په بريا پيل وکړ

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز …