کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش کې سډني سيکسرز ٧مه بريا خپله کړه، د مجيب لوبډله ناکامه شوه
سډني سيکسرز او بريسبين هيټ

بيګ باش کې سډني سيکسرز ٧مه بريا خپله کړه، د مجيب لوبډله ناکامه شوه

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې مجيب الرحمان د کومې ويکټې په اخيستو کې بريالى نه شو او همدا راز لوبډلې يې هم ٦مه ماته وخوړه، چې سډني سيکسرز بيا ٧مه بريا خپله کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ نننۍ لوبه د سډني سيکسرز او بريسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د سډني سيکسرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د بريسبين هيټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بريسبين هيټ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې جېمز پېټنسن ٢٧ ناسوځېدلې او اې بي ډيويلرز ٢٥ منډې وکړې.

د سډني سيکسرز له لوري جېکسن برډ، ټام کران او بين دوارشيوس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز سټيو اوکېفي او ناتن ليون هم ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٢٧ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې ته ډېر اسانه هدف شو، چې په ١٥.٥ اورونو کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري جوش پيليپي ٥٢ ناسوځېدلې او جېمز وينس ٥١ منډې وکړې.

د بريسبين هيټ له لوري جېمز پېټنسن او بين لافلين ١-١ ويکټ ترلاسه کړه، مجيب الرحمان هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ٣٢ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې په برخه نه شوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سټيو اوکېفي ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې دا د سډني سيکسرز ١٢مه لوبه وه، چې په ٧ لوبو کې بريا خپله کړه او په ٤ لوبو کې يې بيا ماتې خوړلې ده، همدا راز يوه لوبه يې بي نتيجې هم پاى ته رسېدلې ده. بل لوري ته د بريسبين هيټ بيا دا ١١مه لوبه وه، چې په ٥ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او په ٦ لوبو کې له ماتې سره مخ شوې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …