کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش په يوه بريا پاکستان لومړى مقام له لاسه ورکوي
بنګله دېش او پاکستان

د بنګله دېش په يوه بريا پاکستان لومړى مقام له لاسه ورکوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ په پاکستان کې د شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کېږي، خو که بنګله دېش په دغه لړۍ کې يوازې په يوه لوبه کې هم د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو پاکستان به په شل اوريزو لوبو کې خپل لومړى مقام له لاسه ورکړي.

د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم هم په دې اړه له رسنيو سره خبرې کړې دي، هغه وايي چې د بنګله دېش پر وړاندې به يې ټول پام دې ته وي، چې په شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې خپل لومړى مقام وساتي.

د بنګله دېش او پاکستان د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ سبا پيلېږي، چې د جنورۍ په ٢٤مه به لومړۍ، په ٢٥مه به دويمه او په ٢٧مه نېټه به دريمه شل اوريزه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

بابر اعظم وايي، چې موږ به په شل اوريزو لوبو کې د خپل لومړي مقام ساتلو لپاره د بنګله دېش لوبډلې ته په درې واړه لوبو کې وايټ واش ماته ورکوو.

هغه همدا راز زياتوي، چې بنګله دېش دومره کمزورې لوبډله هم نه ده چې موږ دې يې اسانه لوبډله وګڼو، ځکه په دغه لوبډله کې ځوان او تجربه لرونکي لوبغاړي شامل دي.

په پاکستان کې د سريلانکا د تقريباً ځوانو لوبغاړو له لاسه د پاکستان وايټ واش ماتې په اړه بابر اعظم وويل، چې په موږ اوس دا فشار نشته چې د سريلانکا پر وړاندې مو ښې لوبې ونه کړې، هغه لوبلړۍ پاى ته رسېدلې ده او موږ به د بنګله دېش پر وړاندې په پوره وړتيا سره مېدان ته کوزېږو.

هغه همدا راز وايي، چې موسم ته په کتلو سره ښکاري چې ويکټه ورو ده، که لمر راوخېژي نو موږ ته لا ډېره ګټه کوي خو په دې پچ باندې د ١٨٠ نه تر ١٩٠ پورې منډې په اسانه کېداى شي.

بابر اعظم وايي، چې محمد حفيظ او شعېب ملک هغه مهال هم د دوى د لوبډلې برخه و چې پاکستانۍ لوبډله لومړي مقام ته ورسېده، نو هغه به دا ځل هم وغواړي چې دوى په لوبډله کې شامل وي، همدا راز وايي چې شاهين شاه اپريدي هم ښه توپ اچونه کوي او حارث روف هم تازه له بيګ باش نه راغلى دى او ښه پرفارمنس يې کړى دى، کېداى شي چې احسان علي او حارث روف خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي، خو بابر اعظم وايي چې د لوبډلې لپاره به يو ځل بيا هم سره ناسته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …