کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: ويسټ انډيزيانو په نايجيريا سرکونډۍ واړولې
ويسټ انډيز او اسټراليا

١٩ کلنو نړيوال جام: ويسټ انډيزيانو په نايجيريا سرکونډۍ واړولې

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې د ويسټ انډيز لوبډلې د نايجيريا لوبډلې ته ستره او تاريخي ماتې ورکړه چې د ٢٤٦ منډو په توپير يې ترې په لوبه کې بريا خپله کړه، همدا راز په بله لوبه کې بيا اسټراليا د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ١٩ کلنو نړيوال جام په ١٦مه لوبه کې د انګلستان او اسټراليا لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه اسټراليا وګټله او لومړى يې انګلستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې بين چارلس ورت ٨٢ او ډان موسلي ٥١ ناسوځېدلې منډې وکړې. د اسټراليا له لوري بيا کونور سولي ٢ او نورو توپ اچونکو ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٥٣ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٢ ويکټو يې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د اسټراليا له لوري لوبډلمشر مکېنزي هاروي ٦٥ او لاچلن هېرني ٤٥ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري بلېک کولين، حميدالله قادري او ليويس ګولډزورت ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کونور سولي ترلاسه کړه.


په ١٧مه لوبه کې د ويسټ انډيز او نايجيريا لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې ويسټ انډيز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ميتيو پيټريک ٦٨، لوبډلمشر کيماني ميلوس ٦٥ او جوشوا جېمز ٤٣ منډې وکړې.

د نايجيريا له لوري پيټر اهو، عبدالرحمان جيموح او سيلويسټر اوکپي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.


د ٣٠٤ منډو د هدف په تعقيب کې د نايجيريا ټوله لوبډله په ٢١.٤ اورونو کې وسوځېده او يوازې ٥٧ منډې يې وکړې، چې زياتې ١٧ منډې پکې عبدالرحمان جيموح ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز له لوري جايډن سيلز ٤، اشميډ نيډ ٣ او ميتيو پيټريک ٢ لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې ته يې د ٢٤٦ منډو په توپير بريا ور په برخه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ميتيو پيټريک ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبو سره د ويسټ انډيز او اسټراليا ٣-٣ لوبې پوره شوې چې د لومړۍ پړاو لوبې يې پاى ته ورسېدې او دويم پړاو ته يې لار پېدا کړه، ويسټ انډيز په ٣ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې او اسټراليا په ٣ لوبو کې ٢ لوبو کې بريا خپله کړه.

سبا يا د جنورۍ په ٢٤مه نېټه به بنګله دېش له پاکستان سره، افغانستان له کاناډا سره او هند له نيوزيلېنډ سره لوبې ترسره کړي، چې په لومړي پړاو کې به د يادو لوبډلو لوبې هم پاى ته ورسېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …