خپلواک وېبپاڼه (۶ سپتمبر ۲۰۱۹): افغانستان يوازې د دوه ټېسټ لوبو ترسره کولو سره د بشپړ غړيتوب درلودونکې لوبډله زمبابوې شاته پرېښوده او تر هغې مخکې شوه.
افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د هند سره د جون په مياشت ۲۰۱۸ کال کې ترسره کړه، چې که څه هم افغان لوبغاړو پکې ښه لوبه ترسره نه کړه، خو بيا هم افغانستان خپله لومړۍ لوبه په ټېسټ کې وکړه او له هند څخه يې ماته وخوړه.
همدا راز په ۲۰۱۸ کال مارچ مياشت کې افغانستان بيا خپله دويمه ټېسټ لوبه له ايرلېنډ سره وکړه چې ايرلېنډ لوبډلې ته يې په ۷ ويکټو ماته ورکړه او د ښې توپوهنې له امله رحمت شاه غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا د افغانستان لپاره يوه ستره او تاريخي بريا وه، ځکه افغانستان د ټېسټ په تاریخ کې دريم هېواد شو چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړه، تر دې مخکې انګلستان او پاکستان هغه لوبډلې وې، چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړې وه.
افغانستان خپله دريمه ټېسټ لوبه اوس مهال په بنګله دېش کې د بنګله دېش لوبډلې سره ترسره کوي، چې لومړۍ پاڼۍ کې يې ۳۴۲ منډې وکړې. په دغه لوبو کې رحمت شاه د افغانستان د ټېسټ کرکټ لومړنی توپوهونکی شو چې سليزه يې ووهله او ۱۰۲ منډې يې وکړې. همدا راز اصغر افغان ۹۲ او راشد خان بيا په لومړي ځل ټېسټ لوبه کې پنځوسيزه ووهله او ۵۱ منډې يې وکړې.
افغانستان يوازې په دوه لوبو ترسره کولو سره د زمبابوې لوبډله د ټېسټ په درجه بندۍ کې شاته پرېښوده او لسم مقام يې خپل کړ.
که څه هم افغانستان یوازې دوه ټېسټ لوبې کړي او ۵۰ نومرې لري، خو زمبابوې بيا ۱۴۰ نومرې لري، خو په رېټينګ کې افغانستان بيا ۲۵ او زمبابوې په ۱۶ سره يوولسم مقام ته لاړ.