کورپاڼه / خپلواک / د لوبې له ځنډېدو وروسته افغانان په لوبغالي کې څه کوي؟ اى سي سي هم ورته حېرانه ده
افغان ١٩ کلنه لوبډله

د لوبې له ځنډېدو وروسته افغانان په لوبغالي کې څه کوي؟ اى سي سي هم ورته حېرانه ده

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو په نړيوال جام کې نن د افغانستان او کاناډا ١٩ کلنو لوبډلو لوبه ده، خو دغه لوبه د مېدان د لوندوالي له لامله ځنډېدلې ده او لا هم معلومات نشته چې څه وخت به پيل شي.

خو افغان لوبغاړي چې په مېدان کې د لوبې د پيلېدو په تمه دي، د ساعتېرۍ لپاره يې داسې څه پيل کړي، چې د کرکټ نړيواله شورا هم ورته حېرانه ده.

د اى سي سي د نړيوال جام له ټويټر څخه يوه ويډيو خپره شوې ده، چې دغه ويډيو ته دوى په ډسکرپشن کې ليکلي دي او له خلکو يې پوښتنه کړې ده، چې ايا کله مو په کرکټ کې داسې څه ليدلي دي، چې يوه لوبډله دې د باران له لامله د لوبې ځنډېدل داسې تېر کړي، لکه افغانستان چې يې کوي.


د افغانستان او کاناډا لوبه ځنډېدلې ده او اوس افغان ځوانان په مېدان کې اتڼ کوي، افغان ځوانان چې نن د کاناډا پر وړاندې په خپل ګروپي لوبو کې وروستۍ لوبه ترسره کوي، دغه لوبه لا هم نه ده پيل شوې، نو د وخت نه په استفادې سره افغان ځوانان لوبغالي ته کوز شوي دي او هلته يې خوندور اتڼ پيل کړى دى.

د يادولو ده چې افغانستان په ١٩ کلنو نړيوال جام کې په ډي ګروپ کې قرار لري، چې خپله لومړۍ لوبه يې له کوربه هېواد سويلي افريقا څخه وګټله، دويمه لوبه يې بيا له متحده عربي اماراتو څخه وګټله او دريمه لوبه يې له کاناډا سره ده.

افغانستان په خپل ګروپ کې د دوه لوبو له ګټلو سره بل پړاو ته لار پېدا کړه، چې د راتلونکي پړاو د لوبو په اړه به يې هم اى سي سي ډېر ژر معلومات خپاره کړي، چې له کومو کومو لوبډلو سره به لوبې کوي.

د افغانستان له لوري بيا شفيق الله غفاري ډېره په زړه پورې توپ اچونه پيل کړې ده، چې د سويلي افريقا پر وړاندې يې ٦ او د متحده عربي اماراتو پر وړاندې يې ٥ لوبغاړي وسوځول او دواړو لوبو کې يې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه، نوموړي په ١٩ کلنو نړيوال جام کې تر ټولو زياتې ويکټې هم ترلاسه کړي دي. همدا راز ابراهيم ځدراڼ بيا د توپوهنې په برخه کې ښه ځلېږي، چې په دواړو لوبو کې يې پرلپسې پنځوسيزې ووهلې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …