کورپاڼه / خپلواک / ۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان په ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

۱۹ کلنو نړیوال جام: افغانستان په ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲۴ جنوري ۲۰۲۰): د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې د افغانستان او کاناډا لوبه د باران او د پچ لوندوالي له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

افغانستان او کاناډا ته یو یو نومره ورکړل شوه، چې په دې سره د افغانستان نومرې ۵ شوې او په خپل ګروپ کې يې لومړی مقام خپل کړ.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د کوربه هېواد سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړه او ستره بريا يې خپله کړه.

همدا راز افغانستان دويمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شوه چې په دغه لوبه کې يې هم په ستر توپير بریا خپله کړه.

په دې سره افغانستان دوه بریاوې خپلې کړې چې څلور نومرې يې ترلاسه کړې، همدا راز سويلي افریقا او متحده عربي اماراتو هم له کاناډا څخه لوبې وګټلې او دوه دوه نومرې يې ترلاسه کړې.

خو د افغانستان او کاناډا لوبه ترسره نه شوه، او دواړو یو یو نومره ترلاسه کړه چې له دې سره د افغانستان نومرې پنځه شوې او تر ټولو مخکې شوه.

همدا راز له ډي ګروپ څخه به له افغانستان وروسته سويلي افريقا یا متحده عربي امارات لوبډله هم دويم پړاو ته لار پېدا کوي. د دواړو ترمنځ یوه لوبه پاتې ده، چې هر چا وګټله، هغه به دويم پړاو ته ځي.

د افغانستان لپاره بیا شفيق الله غفاري تر دې مهاله پورې ښه توپ اچونه ترسره کړې چې ۱۱ ویکټې يې اخيستي، نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۶ او دویمه کې ۵ لوبغاړي وسوځول او دواړو لوبو کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړې.

همدا راز ابراهيم ځدراڼ بیا تر دې مهاله په توپوهنه کې ښه ځلېدلی دی، چې دواړو لوبو کې يې پنځوسیزې وهلي دي.

افغانستان به په دویم پړاو کې له کومو کومو لوبډلو سره مخ کېږي، هغه به ډېر ژر معلوم شي، ځکه د ګروپونو لوبې لا هم پای ته نه دي رسېدلي.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …