کورپاڼه / خپلواک / هند د نيوزيلېنډ لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه
شرياس اير

هند د نيوزيلېنډ لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ جنوري ٢٠٢٠): نن سبا د هند کرکټ لوبډله په يو فارمېټ کې هم ماتول ډېر ګران دي، ځکه که وروستيو لوبو ته وګورو، نو هند هرې لوبډلې ته په هر فارمېټ کې سترې ماتې ورکړي دي، چې اوس يې له هند بهر د نيوزيلېنډ لوبډلې ته هم د هغوى په کور کې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د ٣ شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه د د نيوزيلېنډ په اکلېنډ کې د هند او نيوزيلېنډ لوبډلو ترمنځ نن ترسره شوه. د دغه لوبې په پيل کې هند لومړى پچه وګټله او د نيوزيلېنډ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې کولين مونرو ٥٩، راس ټېلر ٥٤ ناسوځېدلې، لوبډلمشر کېن ويليمسن ٥١ او مارټين ګوپټيل ٣٠ منډې وکړې.

د هند له لوري جسپريت بومرا، شردل ټاکر، يوژيندرا چاهل، شيوام ډوبى او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ واخيسته.

د ٢٠٤ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم د هند په مجموعي ١٦ منډو روهيت شرما وسوځېده چې يوازې ٧ منډې يې کړې وې، خو له هغه وروسته کى ايل راهول، ويراټ کوهلي او شرياس اير په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې هند ياد هدف په ١٩ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٦ ويکټو په توپير يې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند له لوري شرياس اير ٥٨ ناسوځېدلې، کى ايل راهول ٥٦ او لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٤٥ منډې وکړې. همدا راز د نيوزيلېنډ له لوري بيا ايش سودهي ٢، بلېر ټيکنر او مچل سانتنر ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرياس اير ترلاسه کړه، چې د هند په ګټه يې ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې هند د ٣ شل اوريزو لوبو کې د ١-٠ سره مخکې شوه، د دغه لړۍ دويمه شل اوريزه لوبه به په اکلېنډ کې د جنورۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …