کورپاڼه / خپلواک / پاکستان په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډله ماته کړه
شعېب ملک

پاکستان په لومړۍ لوبه کې د بنګله دېش لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې پاکستان د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لړۍ پيل يې په بريا سره وکړ.

د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ په لاهور کې ترسره شوه. د دغه لوبې په پيل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بنګله دېش په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد نايم ٤٣ او تميم اقبال ٣٩ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي، حارث روف او شاداب خان ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٤٢ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ١٩.٣ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې د ٥ ويکټو په توپير يې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پاکستان له لوري شعېب ملک ٥٨ ناسوځېدلې او احسن علي ٣٦ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د بنګله دېش له لوري شفيع الاسلام ٢، مستفيظ الرحمان، الامين حسېن او امين الاسلام ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شعېب ملک ترلاسه کړه، چې په نننۍ لوبه کې تر نورو ډېر ښه وځلېده.

پاکستان د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ کې د ١-٠ سره پرمختګ ترلاسه کړ، چې د دغه لړۍ دويمه لوبه به سبا د جنورۍ په ٢٥مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

د يادولو ده چې په نننۍ لوبه کې دوه پاکستاني لوبغاړو خپله لومړنۍ لوبه هم ترسره کړه، احسن علي او حارث روف په شل اوريزو لوبو کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او د پاکستان ملي لوبډلې استازولي يې وکړه، چې احسن علي په توپوهنه کې ٣٦ منډې ترلاسه کړې او حارث روف بيا په ٤ اورونو کې د ٣٢ منډو په بدل کې ١ ويکټ واخيسته.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …