کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په ټېسټ لوبو کې نيم ميليون منډې پوره کړې
انګلستان لوبډله

انګلستان په ټېسټ لوبو کې نيم ميليون منډې پوره کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ جنوري ٢٠٢٠): د انګلستان لوبډلې چې نه يوازې تر نورو لوبډلو يې ډېرې ټېسټ لوبې ترسره کړي دي، بلکې تر نورو لوبډلو يې ډېرې منډې هم ترلاسه کړي دي، چې تازه يې په ټېسټ سياليو کې نيم ميليونه يا پنځه سوه زره منډې پوره کړې.

انګلستان چې تر ټولو مخکې پکې کرکټ پيل شوى دى او له همدې لامله چې د کرکټ کور هم ګڼل کېږي، ځکه کرکټ له انګلستان نه وده کړې ده.

انګلستان تر دې مهاله پورې ١٠٢٢ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي چې دا د نورو لوبډلو په پرتله تر ټولو زياتې سيالۍ دي، ځکه بلې هېڅ لوبډلې تر دې مهاله پورې زر سيالۍ نه دي ترسره کړي.

اسټراليا چې له انګلستان لوبډلې سره يې لومړۍ نړيواله ټېسټ لوبه په ١٨٧٧ کال کې د مارچ په ١٥مه نېټه ترسره کړې ده، بيا تر انګلستان کمې ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي. اسټراليا ٨٣٠ ټېسټ سيالۍ ترسره کړي دي چې ٤٣٢٧٠٦ منډې يې پکې ترلاسه کړي دي.

له هغه وروسته بيا د هند لوبډله ده چې ٥٤٠ سيالۍ يې ترسره کړي دي او ٢٧٣٥١٨ منډې يې کړي دي، هند د ټېسټ سياليو شپږمه لوبډله وه چې په ١٩٣٢ کال د جون په ٢٥مه نېټه يې لومړۍ ټېسټ سيالي ترسره کړې ده.

ويسټ انډيز چې تر هند يې ٥ لوبې زياتې ترسره کړي دي، يعنې ٥٤٥ ټېسټ سيالۍ يې لوبولي دي خو تر هند کمې، يعنې ٢٧٠٤٤١ منډې يې ترلاسه کړي دي. ويسټ انډيز بيا څلورمه لوبډله وه چې د ټېسټ سياليو غړيتوب يې په ١٩٢٨ کال د جون په ٢٣مه نېټه ترلاسه کړى و.

له هغه وروسته بيا د سويلي افريقا لوبډله ده، چې په ٤٣٩ ټېسټ لوبو کې يې ٢١٦٤٥٢ منډې ترلاسه کړي دي، سويلي افريقا بيا هغه لوبډله ده چې تر انګلستان او اسټراليا وروسته يې د ټېسټ سياليو غړيتوب ترلاسه کړى دى او په ١٨٨٩ کې د مارچ په ١٢مه نېټه يې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې ده.

پاکستان هم بيا په ٤٢٧ ټېسټ لوبو کې ٢٠٩٨٦٩ منډې ترلاسه کړي دي، پاکستان خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په ١٩٥٢ کال د اکتوبر په ١٦مه نېټه ترسره کړې ده.

نيوزيلېنډ بيا ٤٤٠ ټېسټ لوبې لوبولي دي چې ٢٠٤١٧٢ منډې يې ترلاسه کړي دي، نيوزيلېنډ په ١٩٣٠ کال د جنورۍ په ١٠مه نېټه خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړې ده.

په نورو لوبډلو کې بيا سريلانکا په ٢٨٨ لوبو کې ١٤٥٢١٨ منډې، بنګله دېش په ١١٧ لوبو کې ٥٣١١٥ منډې، زمبابوې په ١٠٨ لوبو کې ٤٩٨٦٩ منډې، افغانستان په ٤ لوبو کې ١٥٨٤ منډې او ايرلېنډ په ٣ لوبو کې ١١٧٤ منډې ترلاسه کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …