کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان به د مخکې تګ لپاره پاکستان سره زور وازمايي
افغانستان او پاکستان

١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان به د مخکې تګ لپاره پاکستان سره زور وازمايي

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په ګروپي لوبو کې د افغانستان لوبډلې لوبې پاى ته رسېدلي دي چې افغانستان په خپل ګروپ کې لومړى راغلى دى.

د ١٩ کلنو نړيوال جام ټولو ګروپونو وروستۍ لوبې سبا ترسره کېږي، چې په هر ګروپ کې يوه يوه لوبه پاتې ده او له هغه وروسته به معلومه شي، چې نورې کومې لوبډلې مخکې ځي او کومې کور ته ځي.

خو د افغانستان لوبډله چې په خپل ګروپ کې تر ټولو مخکې راغلې ده، د پاکستان لوبډلې سره چې په خپل ګروپ کې دويمه راغلې ده، د لوبې لپاره مېدان ته کوزېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه زبردسته لوبه چې کوارټر فاينل لوبه ده، د جنورۍ په ٣١مه نېټه به د سويلي افريقا په بينوني ښار کې ترسره شي او که افغانستان په دغه لوبه کې بريا خپله کړه، نو نيمه پايلوبې يا سيمي فاينل ته به لاړ شي.

که د ١٩ کلنو نړيوال جام کې د افغانستان او پاکستان ١٩ کلنو لوبډلو لوبو ته وګورو، نو دواړه لوبډلې يو ډول مخکې روانې دي، ځکه افغانستان هم ٢ لوبو کې بريا خپله کړې ده او يوه لوبه يې بې پايلې پاى ته رسېدلې ده او پاکستان هم دوه لوبو کې بريا خپله کړې او يوه لوبه يې بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.

افغانستان په خپل ګروپ کې سويلي افريقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده او له کاناډا سره لوبه يې د باران له لامله ترسره نه شوه. بل لور ته پاکستان بيا د زمبابوې او سکاټلېنډ لوبډلو ته ماتې ورکړي دي او له بنګله دېش سره يې لوبه بې نتيجې پاى ته رسېدلې ده.

خو افغانستان په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه وړتيا لري او که لوبډلو ته وکتل شي، نو افغانستان د سويلي افريقا په څېر پياوړې لوبډله هم په اسانۍ ماته کړه، که افغان لوبډله له پاکستان سره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، نو د پاکستانۍ لوبډلې ماتول او ١٩ کلنو نړيوال جام کې مخکې تګ به ورته اسانه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …