کورپاڼه / خپلواک / پاکستان په دويمه لوبه کې هم بنګاليان مات کړل
بابر اعظم

پاکستان په دويمه لوبه کې هم بنګاليان مات کړل

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان لوبډلې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم د بنګله دېش لوبډلې ته په ډېرې اسانۍ سره ماتې ورکړه او په لړۍ کې يې د ٢-٠ سره مخکې والى ترلاسه کړ.

دغه لوبه چې د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د بنګله دېش لومړۍ ويکټې ژر ژر وغورځېدې، چې محمد نايم په صفر، مهدي حسن په ٩ او ليتون داس په ٨ منډو وسوځېده، خو د پيل توپوهونکي تميم اقبال بيا په مېدان پښې ټينګې کړې او هڅه يې وکړه چې پاکستان ته يو ښه هدف وټاکي.

بنګله دېش په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې تميم اقبال ٦٥ او عفيف حسېن ٢١ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري محمد حسنېن ٢، شاهين شاه اپريدي، حارث روف او شاداب خان ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٣٧ منډو هدف د پاکستان لپاره ډېر اسانه هدف و چې په ١٦.٤ اورونو کې يې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ لوبغاړو په ستر توپير يې په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم بنګالۍ لوبډله ماته کړه.

د پاکستان له لوري محمد حفيظ ٦٧ ناسوځېدلې او بابر اعظم ٦٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او احسن علي بيا په صفر وسوځېده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم ته ورکړل شوه، چې په نننۍ لوبه کې يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو ده چې پاکستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم د بنګله دېش لوبډلې ته د ٥ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شل اوريزې لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه د جنورۍ په ٢٧مه نېټه په لاهور کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …