کورپاڼه / خپلواک / سرفراز هم د سياستوالو پر مټ بيا لوبډلمشر کېدل غواړي
سرفراز احمد

سرفراز هم د سياستوالو پر مټ بيا لوبډلمشر کېدل غواړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر سرفراز احمد يو ځل بيا غواړي چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر شي او د دې لپاره نوموړي له سياستوالو د غږ پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام او له هغه وروسته بيا له سريلانکا څخه په شل اوريزه لوبلړۍ کې د وايټ واش ماتې خوړل و چې د پاکستان کرکټ بورډ نه يوازې سرفراز احمد له لوبډلمشرۍ ليرې کړ، بلکې له هغه وروسته په هېڅ لوبه کې هم نه دى اخيستل شوى.

پاکستان اوسمهال د بنګله دېش سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوي چې د دوه لومړيو لوبو په بريا سره يې دغه لوبلړۍ هم په خپل نوم کړې ده، خو د محمد حفيظ او شعېب ملک لوبډلې ته له بېرته راتګ وروسته اوس د سرفراز احمد راتګ لپاره هم غږونه پورته شوي دي.

د سرفراز له ليرې کېدو وروسته د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم وټاکل شو، چې اوس د پاکستان د واکمن ګوند تحريک انصاف يو غړي او سناتور فېصل جاوېد له کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده چې سرفراز احمد دې يو ځل بيا لوبډلمشر وټاکل شي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په بابر اعظم باندې د لوبډلمشرۍ فشار ډېر دى، نو د شعېب ملک او محمد حفيظ په څېر دې سرفراز هم بېرته لوبډلې ته راوستل شي او يو ځل بيا دې لوبډلمشر کړل شي، ځکه موږ به وکولاى شي چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې شل اوريز نړيوال جام کې اتلولي خپله کړو.

فېصل جاوېد همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ په پخواني مشر هم سختې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې هغه د پاکستان کرکټ تباه کړى دى. همدا راز د سرفراز احمد په اړه يې ويلي دي، چې هغه پاکستانۍ لوبډله په شل اوريزو لوبو کې لومړي مقام ته رسولې ده او د شعېب او حفيظ نه وروسته چې هغه هم بېرته لوبډلې ته راشي، نو لوبډله به قوي شي، همدا راز د بابر اعظم له اوږو به هم د لوبډلمشرۍ بوج ليرې شي او هغه به خپلې توپوهنې ته ډېره پاملرنه وکړي او موږ به وکولاى شو چې د سرفراز احمد په مشرۍ کې نړيوال شل اوريز جام کې اتلولي خپله کړو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …