کورپاڼه / خپلواک / کلوزنر: نبي يو افسانوي لوبغاړى او د ځوانانو لپاره رول ماډل دى
راشد، کلوزنر او نبي

کلوزنر: نبي يو افسانوي لوبغاړى او د ځوانانو لپاره رول ماډل دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى لانس کلوزنر په خپله يوه مرکه کې وايي، چې محمد نبي د افغانستان يو افسانوي لوبغاړى دى او هغه د افغان ځوانانو لپاره د رول ماډل حېثيت لري.

د افغانستان ١٩ لوبغاړو د لانس کلوزنر په مشرۍ کې په متحده عربي اماراتو کې ١٠ ورځنى تمريناتي کمپ ترسره کړ، چې نن بېرته هېواد ته راستانه شو، خو تر دې مخکې د کرېک ټريکر په نوم يوې وېبپاڼې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي سره مرکه کړې ده، چې په ډېر څه ورسره غږېدلي دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په شل اوريز نړيوال جام کې به راشد خان د پيل توپوهونکي په توګه راوباسي، لانس کلوزنر وويل، چې موږ ګڼ پلانونه لرو او په ټولو باندې کار کوو تر څو افغان لوبډله مخکې بوځو. هغه وايي په دې کې شک نشته چې افغانستان به په راتلونکي شل اوريز نړيوال جام کې يو ډېره په زړه پوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

لانس کلوزنر زياتوي، چې راشد خان زموږ لپاره د تشويق او الهام ورکونکى لوبغاړى دى او د دې څخه انکار نه شو کولى، خو موږ په ګڼو پلانونو کار کوو تر څو د افغانستان نوم نور هم د وياړونو وړ کړو.

د محمد نبي د استعفا په اړه، چې که چېرته هغه له درې واړه فارمېټونو استعفا ورکړي نو ايا څوک به يې ځاى ډک کړي؟ لانس کلوزنر وويل، چې محمد نبي د افغانستان يو افسانوي لوبغاړى دى، هغه د افغانستان د کرکټ لپاره ډېر څه کړي دي، هغه هم په داسې وخت کې چې د افغانستان کرکټ کې د بوديجې او امکاناتو ډېر سخت کموالى و. نوموړى وايي چې محمد نبي د افغان ځوانانو لپاره يو رول ماډل دى.

کلوزنر زياتوي، چې د محمد نبي ځاى ډکول لويه پرېکړه ده، خو هغه به له موږ سره وي او د هغه شتون به نورو لوبغاړو ته انرژي ورکوي. نوموړي وويل چې نن مو په اماراتو کې تمريناتي کمپ ختم کړو او هڅه مو دا ده چې يوه بهترينه لوبډله جوړه کړو.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په نړيوال شل اوريز جام کې له کومو لوبغاړو هيلې لرئ؟ هغه وويل چې موږ په شل اوريزو لوبو کې په زړه پورې استعدادونه لرو، که تاسې وګورئ په شل اوريزو تجارتي ليګونو کې د افغانستان ډېر لوبغاړي لوبېږي.

هغه وويل چې راشد خان او مجيب الرحمان په دوى کې ډېر مخکښ دي او نړۍ ته يې شودلې ده چې دوى څه کولى شي، خو بيا هم موږ به د يوې لوبډلې په حېث لوبه وکړو او بايد خپل ټول رول په پوره توګه ترسره کړو.

هغه همدا راز په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې د هند او اسټراليا لوبډلو ماتول ډېر سخت وګڼل، هغه وويل چې د دغه لوبډلو ماتول به ډېر سخت وي، خو بيا هم له دوى سره ١٠ مياشتې وخت شته او داسې لوبډله به جوړوي، چې دا وړتيا ولري چې ځواکمنوې لوبډلې ماتې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو …