کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه
محمد نبي

محمد نبي له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (۶ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي له ټېسټ لوبو څخه استعفا ورکړه، نوموړي دا پرېکړه د بنګله دېش سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې په مهال کړې ده.

د معلوماتو تر مخه، د افغانستان ملي لوبډلې منېجر نظيم جار عبدالرحیمزي د بنګله دېش سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې په مهال هندي رسنيو ته تاييد کړې ده او ويلي يې ده، چې له بنګله دېش سره روانه ټېسټ سيالي د محمد نبي وروستۍ ټېسټ لوبه ده او له دې وروسته به نورې ټېسټ لوبې ونه کړي.

افغانستان تر دې مهاله پورې دوه ټېسټ لوبې کړي او دريمه يې له بنګله دېش سره روانه ده، چې محمد نبي هم په تېرو دوه ټېسټ لوبو کې لوبېدلی او روانه ټېسټ لوبه يې دريمه او وروستۍ لوبه ده.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ۲۵ منډې کړي او ۴ ويکټې يې ترلاسه کړي دي، خو د وروستۍ لوبه تر ختمېدو پورې يې منډې او ويکټې بدلېدای شي.

محمد نبي د جنورۍ په لومړۍ نېټه ۱۹۸۵ کې د افغانستان په لوګر ولايت کې زېږېدلی دی، چې د افغانستان لپاره يې تر نورو لوبغاړو په زياتو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړی دی.

نوموړي د افغانستان لپاره ۱۲۱ يو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۲۶۹۹ منډې يې کړي او همدا راز ۱۲۸ لوبغاړي يې سوځولي دي.

نوموړی د افغانستان هغه لوبغاړی دی، چې افغانستان په درې واړه فارمېټونو کې لومړۍ برياوې خپلې کړې، نو محمد نبي پکې لوبېدلی و.

محمد نبي نه يوازې دا چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره يې سترې لاسته راوړنې لرلي دي، بلکې په تجارتي ليګونو کې هم ډېر لوبېدلی دی او هر ځای کې يې خپل او د افغانستان نوم ځلولی دی.

نوموړی د هند په تجارتي ليګ کې له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، چې په هند کې يې هم ډېر مينه وال پېدا کړي دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …