کورپاڼه / خپلواک / فرحان/رييس: پاکستان ته پوره تياری لرو او ماتې به ورکوو
فرحان زاخېل او رييس احمدزی

فرحان/رييس: پاکستان ته پوره تياری لرو او ماتې به ورکوو

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ جنوري ۲۰۲۰): د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د سوپر لیګ کوارټر فاينل ته يې لار پېدا کړې ده، چې په څلورمه کوارټر فاينل لوبه کې به د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د پاکستان له لوبډلې سره لوبه ترسره کوي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر فرحان زاخېل وايي، چې زموږ ټوله لوبډله په ښه فارم کې ده او زموږ ټوله  هڅه به دا وي چې له پاکستان سره ښه لوبه وکړو او بريا خپله کړو.

هغه همدا راز له هېوادوالو هم مننه وکړه، چې دوی يې تشويق کړي دي او مينه يې ورکړې ده او همدا راز غوښتنه يې وکړه چې هېوادوال دې د دوی تر شا ودرېږي. هغه وايي، چې موږ به ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.

د ۱۹ کلنو لوبډلې مشر روزونکی رييس احمدزی وايي، چې د پاکستان چټک توپ په سويلي افريقا کې ډېر تکړه نه دي ځکه دلته چاته سردردی نه شي جوړولی، خو افغان سپينران بيا کولای شي چې نورو لوبډلو ته سردردی جوړ کړي.

نوموړی زياتوي، چې زموږ توپوهونکي پاکستاني توپ اچونکو ته بشپړ تياری لري. هغه وايي د افغانستان مهمه ستونزه د توپوهنې وه، خو د سويلي افريقا او متحده عربي اماراتو پر وړاندې چې افغان توپوهونکو څومره ښه توپوهنه وکړه او همدا راز د انګلستان پر وړاندې په تمريناتي لوبه کې ښه ولوبېدل، نو اوس زموږ توپوهنه هم قوي ده.

هغه همدا راز وايي، چې هره لوبډله قوي او ضعيفه نقطه لري او اوس به پاکستان په دې فکر وي چې څنګه افغان سپينران ولوبوي. نوموړی همدا راز وايي چې کله زموږ لوبغاړي له دې خبر شو چې له پاکستان سره يې لوبه ده، نو ډېر خوشحاله شو، ځکه چې پاکستان يوه قوي لوبډله ده او قوي لوبډلې سره لوبې کول او ماتې ورکول هر لوبغاړي ته خوند ورکوي.

رييس احمدزی همدا راز وايي، چې مخکې تګ او پاتې کېدل په قسمت او ښې لوبې پورې اړه لري، خو زموږ به هڅه دا وي چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او بريا خپله کړو، تر څو مخکې لاړ شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …