کورپاڼه / خپلواک / د ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر کابل ته راغلی
لانس کلوزنر

د ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر کابل ته راغلی

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر افغانستان ته راغلی دی، چې په کابل کې يې تود هرکلی شوی دی.

نوموړی چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په مياشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، په هند کې د ويسټ انډيز پر وړاندې لوبو کې د ملي لوبډلې سره و، همدا راز په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې د ۱۰ ورځني تمريناتي کمپ کې هم و، چې د ياد تمريناتي کمپ له ختمېدو وروسته د ملي لوبډلې سره يو ځای کابل ته راغلی دی.


د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې په وينا، د ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر نن کابل ته راغی او د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو او کارکوونکو له لوري ترې ګرم هرکلی وشو.

دوی زياتوي، چې کلوزنر په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبډلې سره پر روزنيز کمپ بوخت و، چې د ياد کمپ له پای ته رسېدو سره نن افغانستان ته هم راغی.

د يادولو ده چې دا لومړی ځل دی چې نوموړی افغانستان ته راغلی دی، خو په دې اړه د کرکټ بورډ له لوري څه نه دي ويل شوي، چې هغه به په افغانستان کې څومره وخت تېروي.

لانس کلوزنر چې د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مخکښ الراونډر او روزونکی پاتې شوی دی.

د ۱۹۹۹ کال نړيوال جام کې د سويلي افريقا لوبډلې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې په دې کې د لانس کلوزنر هم ستر لاس و، ځکه نوموړي په ۸ لوبو کې ۱۷ ويکټې ترلاسه کړې او ۲۵۰ منډې يې وکړې، چې دوه نيمه سليزې هم پکې شاملې وې، چې له هغه وروسته نوموړی د توپ اچونې تر څنګ په توپوهنه کې هم ځان ثابت کړ.

۴۸ کلن لانس کلوزنر ۴۹ ټېسټ او ۱۷۱ يو ورځنيو لوبو کې د سويلي افريقا لوبډلې استازولي کړې ده، چې د ۳۷.۹۱ په اوسط يې په ټېسټ لوبو کې ۸۰، د ۲۹.۹۵ په اوسط يې يو ورځنيو لوبو کې ۱۹۲ ويکټې اخيستي دي.

همدا راز په يوه ټېسټ لوبه کې يې د ۱۳۹ منډو په بدل کې ۸ او يوه يو ورځنۍ لوبه کې يې د ۴۹ منډو په بدل کې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

د توپوهنې په برخه کې نوموړي په ټېسټ لوبو کې د ۳۲.۸۶ په اوسط ۱۹۰۶ او په يو ورځنيو لوبو کې د ۴۱.۱۰ په اوسط ۳۵۷۶ منډې ترلاسه کړي دي، چې ۲۷ پنځوسيزې او ۶ سليزې يې هم وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …