کورپاڼه / خپلواک / سرېش راینا: هندۍ لوبډله لا هم دهوني ته اړتیا لري
مهيندرا سينګ دهوني او سرېش راينا

سرېش راینا: هندۍ لوبډله لا هم دهوني ته اړتیا لري

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ جنوري ۲۰۲۰): د هند کرکټ ملي لوبډلې غړي سرېش راینا د هند ټايمز اف انډيا شبکې سره په مرکه کې وویل چې هندۍ لوبډله لا هم مهېندرا سينګ دهوني ته اړتیا لري.

سرېش راینا چې د ۲۰۱۹م کال ای پي ايل وروسته هېڅ رسمي او غیر رسمي لوبو کې د زنګون د ژوبلېدو له امله نه دی لوبېدلی، یو ځل بیا چمتو دی تر څو د هندۍ لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د سرېش راینا د مرکې مهم ټکي،

د ټايمز اف انډيا خبریال له سرېش راینا نه وپوښتل چې په تېر اګست میاشت کې مو هالېنډ کې د زنګون عملیات ترسره کړل، اوس تاسو څنګه یاست او د لوبې کولو لپاره چمتو یاست؟

سرېش راینا وویل: ((دا سخته ده چې له یو مغلق عملیات څخه وروسته دې ژر لوبو ته راوګرځم، له تېرو څو اونیو مې دلته په چينای کې خپل تمرینات پیل کړي، هند کې اوس مهال د رنجي ټرافۍ فرسټ کلاس لوبې هم روانې دي، خو زه فکر نه کوم چې څلور ورځنۍ لوبه دې وکولای شم.))

خبریال له هغه وپوښتل: ((ایا اوس مهال ویلی شې چې هندۍ لوبډلې لپاره به ولوبېږې، په داسې حال کې چې نړېوال جام هم را روان دی؟))

راينا يې په ځواب کې وويل: ((فکر کوم یو ښه ای پي ايل کولای شي ما یو ځل بیا د هند لوبډلې ته ورسوي، که راروان ای پي ايل لوبو کې ښه و ځلېدم، نو لرې به نه وي چې یو ځل بیا لوبډلې ته لاره پېدا کړم.))

خبريال همدا راز له سرېش راينا نه د مهيندرا سينګ دهوني په اړه د هغه نظر وپوښته. سرېش راينا يې په ځواب کې وويل: ((دهوني به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د چینای سوپر کنګز لوبډلې له تمریني کمپ سره یو ځای شي، دهوني اوس مهال له خپلې کورنۍ سره وخت تېروي او ښه فېټ او چمتو دی، خو دا د ویراټ کوهلي او د ټیم منېجمېنټ پورې اړه لري چې دهوني بېرته لوبډلې ته غواړي او که نه، خو هندۍ لوبډله اوس هم اېم اېس دهوني ته اړتیا لري.))

د هند کرکټ بورډ د اېم اېس دهوني قرارداد د ۲۰۲۰م کال لپاره لغوه کړ او ښایي اېم اېس دهوني ډېر ژر له پنځوس اوریزو لوبو څخه خپله استعفا ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …