کورپاڼه / خپلواک / راهول او اير په دويمه لوبه کې هندۍ لوبډله بريالۍ کړه
کی ایل راهول

راهول او اير په دويمه لوبه کې هندۍ لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ جنوري ۲۰۲۰): د هند او نيوزيلېنډ په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم راهول او شرياس اير په زړه پورې توپوهنې خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

دغه لوبه چې په اکلېنډ کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې پچه نيوزيلېنډ وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارټين ګوپټيل ۳۳، ټام سيفرټ ۳۳ ناسوځېدلې او کولين مونرو ۲۶ منډې وکړې.

د هند له لوري رويندرا جډيجا ۲، شردل ټاکر، جسپريت بومرا او شيوام ډوبی ۱-۱ ويکټ واخيسته.

د ۱۳۳ منډو هدف د هند لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپير يې نيوزيلېنډ لوبډلې ته په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه.

د هند له لوري کی ایل راهول ۵۷ ناسوځېدلې او شرياس اير ۴۴ منډې ترلاسه کړې. د نيوزيلېنډ له لوري ټام ساوټي ۲ او ايش سودهي ۱ ویکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کی ایل راهول ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او هندۍ لوبډله يې بريالۍ کړه.

د دويمې لوبې په بريا سره هند د ۵ شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د ۲-۰ سره مخکې ده. هند په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د نيوزيلېنډ د ۲۰۴ منډو هدف په ۴ ويکټو پوره کړی او په ۶ ويکټو يې بريا خپله کړې وه. په دغه لوبه کې کی ایل راهول او شرياس اير پنځوسيزې وهلې وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لړۍ دريمه شل اوريزه لوبه د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د نيوزيلېنډ په همېلټن کې ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …