کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان د تلویزوني چېنلونو د ډرامو دغه ښکلې ستورې څوک ده؟
هانده ارچل

د افغانستان د تلویزوني چېنلونو د ډرامو دغه ښکلې ستورې څوک ده؟

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان په تلویزونونو کې بېلابېل دوبله شوي ډرامې (سریالونه) خپرېږي، چې ډېری یې د بهرنیو هې،ادونو جوړې ډرامې وي. د افغانستان په تلویزوني چېنلونو کې اکثر د هند او ترکیې جوړې شوې ډرامې دوبله کېږي او بیا د یادو چېنلونو له لارې خپرېږي.

هانده ارچل د ترکيې د سینما نوموتې ستورې ده. د نوموړې ځينې ډرامې په افغانستان کې هم په پښتو او دري ژبو خپرې شوې دي، ځکه خو ډېری افغانان د نوموړې له څېرې سره بلد دي، خو ډېری خلک اوس هم د هانده ارچل په اړه پوره معلومات نه لري، خو به یې دلته دروپېژنو. هانده ارچل د ترکیې د سینما نوموتې ستورې ده، که چېرته مو ترکي فلمونه هم نه وي لیدلي، خو د هانده ارچل انځور به مو خامخا په ټولنیزو رسنیو کې لیدلی وي.

نوموړې په ۱۹۹۳ کال د نومبر په ۲۳مه نېټه د ترکیې په بالکسیر ښار کې زېږېدلې ده. له پخوا راهیسې د هانده د زېږېدلو سیمه د ښکلو نجونو د ځای په نامه شهرت لري. هانده ارچل د هنر په برخه کې زده کړې کړې دي او د معمارستان د ښکلو هنرونو له پوهنتون نه د کارپوهې په حیث فارغه شوې ده. د ښکلې څهرې له امله نوموړې په ۲۰۱۲ کال کې په اذربایجان هېواد کې په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ، چې هانده پکې د خپلې ښکلا له امله دوهم مقام خپل کړ. د هانده مور و پلار ړوه بچي لري، چې یوه یېط هانده او کوچنۍ لور یې غمزه ده.

د هانده ارچل په وینا، هغې په کوچنیوالي کې خپل ډېر وخت له نیا او نیکه سره تېر کړی دی او له هغوی سره ځانګړې مینه لري. د نوموړې پلار ترکی او مور یې المانۍ ده. د نوموړې څهرې ته په کتو ویلی شو، چې هغه ۱۷۵ سانتي لوړه ونه، روښانه پوستکی او د شاتو په څېر رڼې سترګې لري. نوموړې د خپلو ځانګړو وړتیاوو له مخې وشوای کولای، چې په ترکیه او نږدې نیمه نړۍ کې ځان په خلکو وپېژني او د شهرت لوړ مقام خپل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …