خپلواک وېبپاڼه (٧ سپتمبر ٢٠١٩) کېنډي: د سريلانکا چټک توپ اچونکي لاسيت ملينګا په شل اوريزو لوبو کې په پرلپسې ٤ توپونو باندې ٤ لوبغاړي وسوځول او په شل اوريزه کرکټ کې يې نوى ريکارډ جوړ او په خپل نوم کړ، همدا راز نوموړي په شل اوريزو لوبو کې د شاهد اپريدي د ډېرو ويکټو ريکارډ هم مات کړ.
په کېنډي کې ترسره کېدونکي سياليو په دريمه شل اوريزه لوبه کې لاسيت ملينګا د نيوزيلېنډ توپوهونکي دړې وړې کړل، په يوه اور کې نوموړي په پرلپسې ٤ توپونو باندې ٤ لوبغاړي له مېدانه وويستل، نه يوازې نوموړي هېټريک ترسره کړ، بلکې په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې په ٤ توپونو ٤ لوبغاړي سوځولو سره نوموړى د نړۍ يوازينى توپ اچوونکى شو.
همدا راز نوموړي په شل اوريزو لوبو کې ١٠٠ ويکټې هم پوره کړې او لومړنى توپ اچوونکى شو چې په شل اوريزو لوبو کې يې د ويکټو سليزه پوره کړه، تر دې مخکې شاهد اپريدي په شل اوريزو لوبو کې ٩٨ ويکټې ترلاسه کړې وې.
لاسيت ملينګا په ٤ توپونو ٤ لوبغاړي په نړيوال جام کې سوځولي و، چې هغه يې په يو ورځنيو لوبو کې نړيوال ريکارډ دى او د شل اوريزو لوبو کې هم په ٤ توپونو يې ٤ لوبغاړي وسوځول، چې يوازينى توپ اچوونکى دى چې دا کارنامه يې دوه ځله ترسره کړې ده.
لاسيت ملينګا په نړيوالو لوبو کې تراوسه پورې ٥ ځلې هېټريک ترسره کړى دى، درې ځله نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې او دوه ځله يې په شل اوريزو لوبو کې دا کارنامه ترسره کړې ده او په دې سره هغه د نړۍ يوازينى توپ اچوونکى دى چې ٥ ځله يې هېټريک کړى دى.
په لومړي ځل لاسيت ملينګا په ٢٠٠٧ نړيوال جام کې د سويلي افريقا په وړاندې په ٤ توپونو ٤ توپوهونکي وسوځول او ١٢ کاله وروسته يې يو ځل بيا دغه کار په شل اوريزو لوبو کې د نيوزيلېنډ پر وړاندې ترسره کړ.
همدا راز لاسيت ملينګا دا اعزاز هم له ځان سره لري، چې په نړيوال جامونو کې يې دوه ځلې هېټريک ترسره کړى دى، چې تراوسه پورې بل هېڅ لوبغاړي دوه ځلې هېټريک نه دى کړى.