کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان نامتو ليګ سپين بالر ومړ
عبدالقادر

د پاکستان نامتو ليګ سپين بالر ومړ

خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د پاکستان نامتو ليګ سپينر بالر عبدالقادر د ۶۳ کالو په عمر د پاکستان په لاهور کې ښار کې ومړ، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان او د پاکستان کرکټ بورډ پرې ډېره خواشيني ښکاره کړې ده.

په ۱۹۸۰مه لسيزه کې عبدالقادر د پاکستان يو تر ټولو مهم ليګ سپينر توپ اچوونکی و، هغه د پاکستان لپاره په ۶۷ ټېسټ لوبو او ۱۰۴ يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړی و او د پاکستان لپاره يې سترې لاسته راوړنې درلودې.

نوموړی د سپتمبر په ۱۵مه نېټه ۱۹۵۵ کې د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې زېږېدلی و او د روانې مياشتې په ۶مه نېټه يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

هغه نه يوازې دا چې د خپل وخت يو نامتو ليګ سپين توپ اچوونکی و، بلکې له کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته يې د کمنټېټر په حېث هم دنده ترسره کړې او همدا راز د پاکستان کرکټ بورډ کې يې د غوراوي کمېټې د مشر په حېث هم دنده ترسره کړې ده.

د ۱۹۸۳ نړيوال جام کې نوموړي د سريلانکا په وړاندې د ۴۴ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي سوځولي و، چې دا يې په يو ورځنيو لوبو کې ښه توپ اچونه وه.عبدالقادر ۱

نوموړی د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی و، خو د لوبډلمشر په حېث بريالی نه و، خو د توپ اچوونکی په حېث هغه د خپل وخت يو له نامتو او مهمو توپ اچوونکو څخه و.

په ۶۷ ټېسټ لوبو کې نوموړي ۲۳۶ لوبغاړي سوځولي و، چې د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې يې د ۵۶ منډو په بدل کې ۹ لوبغاړي سوځولي و.

همدا راز په ۱۰۴ يو ورځنيو لوبو کې يې هم برخه اخيستې وه، چې ۱۳۲ لوبغاړي يې سوځولي و، او د ۴۴ منډو په بدل کې يې ۵ لوبغاړي سوځول بيا تر ټولو ښه توپ اچونه وه.

هغه په ټېسټ لوبو کې بيا ۱۰۲۹ او په يو ورځنيو لوبو کې ۶۴۱ منډې هم ترسره کړې وې.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …