کورپاڼه / خپلواک / ارون فينچ او محمد نبي ميلبورن لوبډله بريالۍ کړه
محمد نبي

ارون فينچ او محمد نبي ميلبورن لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ جنوري ٢٠٢٠): د ارون فينچ او محمد نبي د ښې توپوهنې پر مټ د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې يوه بله بريا هم په خپل نوم کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ د لومړي پړاو يا سټېج لوبو په وروستۍ لوبه کې د ميلبورن رينيګاډز او بريسبين هيټ لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه بريسبين هيټ وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بريسبين هيټ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مټ رينشا ٦٥، مارنوس لابوشين ٢٨ او بين کټينګ ٢٧ منډې ترلاسه کړې.


د ميلبورن رينيګاډز له لوري ويل سودرلېنډ ٣، محمد نبي، کېمرون بويس او سميټ پټېل ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٥٥ منډو هدف د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د ٧ ويکټو په توپير يې د بريسبين هيټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري لوبډلمشر ارون فينچ ٦٣ ناسوځېدلې او محمد نبي ٣٨ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د بريسبين هيټ له لوري بين کټينګ ٢ ويکټې ترلاسه کړې او مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ١٤ منډې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه.


د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ارون فينچ ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٦٣ ناسوځېدلې منډې يې وکړې چې له دې سره يې خپله لوبډله هم بريالۍ کړه.


د نننۍ لوبې سره د بيګ باش تجارتي ليګ د لومړي پړاو يا سټېج پړاو لوبې پاى ته ورسېدې، چې ميلبورن سټارز د ١٠ لوبو ګټلو سره په لومړي، سډني سيکسرز د ٩ لوبو په ګټلو سره دويمه او ميلبورن رينيګاډز د ٣ لوبو په ګټلو سره وروستۍ لوبډله راغله.

د ميلبورن سټارز او سډني سيکرز لوبډلې به په کواليفاير لوبډله کې سره مخامخ شي، هوبارټ هوريکنز او سډني تنډر لوبډلې به په ايليمينېټر لوبه کې سره ولوبېږي او اډلايډ سټرايکرز لوبډله بيا په ناک اوټ کې قرار لري، چې په ايليمينېټر کې کومه لوبډله بريالۍ شي، هغه به بيا له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …