کورپاڼه / خپلواک / يوسفزى کلوزنر ته: داسې لوبډله جوړه کړه چې نړيوال جام زموږ په نوم کړي
فرهان يوسفزى او لانس کلوزنر

يوسفزى کلوزنر ته: داسې لوبډله جوړه کړه چې نړيوال جام زموږ په نوم کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي نن کابل ته راغلي د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر سره ليدلي دي او د افغان کرکټ د پياوړتيا او غښتلتيا په تړاو يې له يو بل سره نظرونه شريک کړي دي.

فرهان يوسفزي له لانس کلوزنر غوښتنه کړې ده، چې د افغان لوبډلې د پياوړتيا او غښتلتيا لپاره دې ډېرې هلې ځلې وکړي، ځکه په نږدې راتلونکې کې د اسيا جام او شل اوريزو نړيوالو جامونو لوبو راروانې دي چې بايد افغان لوبغاړي ورته بشپړ چمتووالى ولري.

د کرکټ بورډ له لوري په خپور کړل شوي راپور کې ويل شوي دي، چې فرهان يوسفزي له لانس کلوزنر نه غوښتنه وکړه، چې هيله لرم لوبغاړي د دغو دوو جامونو د لوبو تر رارسېدو پورې دومره پياوړي شي، چې حتاً افغان لوبډله د اسيا جام بريا د افغانستان په نوم وليکي، ځکه دوى د دې وړتيا لري او د نړيوال جام په شل اوريزو لوبو کې هم د افغانستان بېرغ ورپوي او ډېرې برياوې پکې خپلې کړي.

فرهان يوسفزي همدا راز له لانس کلوزنر غوښتنه کړې ده، چې د تمريناتو او لوبغاړو په اړه ټول اونيز او مياشتيني راپورونه دې له هغه سره شريک کړي او هر څه دې له نږدې نه وڅاري.

د يادولو ده چې نن ١١ بجې په کرکټ بورډ کې يوه رسنيزه ناسته هم ترسره شوې ده، چې لانس کلوزنر، لطف الله ستانکزي او اصغر افغان پکې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.

لانس کلوزنر په دغه موقع خبريالانو ته وويل، چې هغه وياړي چې د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکى دى، ځکه دا ډېره پياوړې لوبډله ده. نوموړي وويل چې ټوله هڅه يې دا ده چې نړيوال جام او اسيا جام ته يوه داسې لوبډله جوړه کړي، چې هغه سترې لوبډلې ماتې کړي او بل پړاو ته لاره پېدا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …