کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش: د نبي او مجيب لوبډلې بهر، د راشد او قېس لوبډلې بل پړاو ته لاړې
قېس احمد، محمد نبي، مجيب الرحمان او راشد خان

بيګ باش: د نبي او مجيب لوبډلې بهر، د راشد او قېس لوبډلې بل پړاو ته لاړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې په څلور بېلا بېلو لوبډلو کې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، قېس احمد او مجيب الرحمان لوبېږي، چې د راشد خان او قېس احمد لوبډلې دويم پړاو ته لاړې او د محمد نبي او مجيب الرحمان لوبډلې بيا په لومړي پړاو کې بهر شوې.


په لومړي پړاو کې ټولو لوبډلو ١٤-١٤ لوبې وکړې، چې ميلبورن سټارز په لومړي مقام، سډني سيکسرز په دويم، اډلايډ سټرايکرز په دريم مقام او هوبارټ هوريکنز په څلورم مقام راغلې. ورپسې سډني سيکسرز، پرت سکارچرز، بريسبين هيټ او ميلبورن رينيګاډز لوبډلې راغلې.


په ٨ لوبډلو کې ٥ لوبډلو دويم مقام ته لار پېدا کړه، چې ميلبورن سټارز او سډني سيکسرز نېغ په نېغه کواليفيار لوبې ته لاړې، دغه لوبه چې د جنورۍ په ٣١مه نېټه ترسره کېږي، هره لوبډله چې بريالۍ شوه هغه به پايلوبې او بايلونکې لوبډله به چېلنجر لوبې ته لاړه شي.


همدا راز هوبارټ هوريکنز او سډني تنډر ترمنځ به ايليمينېټر لوبه ترسره شوه، چې ګټونکې لوبډله به يې ناک اوټ لوبې ته لاړه شي او بايلونکې به بهر شي. همدا راز اډلايډ سټرايکرز لوبډلې بيا له مخکې ناک اوټ لوبې ته لار پېدا کړې ده، چې د ايليمينېټر لوبې بريالۍ لوبه به په ناک اوټ لوبه کې له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره ولوبېږي.


د ناک اوټ لوبې بريالۍ لوبډله به بيا د کواليفاير لوبې له بايلونکې لوبډلې سره په چېلنجر لوبه کې مخامخ شي، چې هلته هره لوبډله لوبه وګټي، نو هغه به پايلوبې ته لاړه شي.


اوس د محمد نبي لوبډلې ميلبورن رينيګاډز تر ټولو وروستۍ راغله او له لوبو بهر شوه، همدا راز د مجيب الرحمان لوبډله بريسبين هيټ بيا په اووم مقام راغله او هغه هم له مخکې تګ پاتې شوه.

د راشد خان لوبډله اډلايډ سټرايکرز بيا په دريم او د قېس احمد لوبډله هوبارټ هوريکنز په څلورم مقام ده.


د يادولو ده چې د بريسبين هيټ لوبډلې سره ظاهر خان هم لوبېدلى چې په ٨ لوبو کې يې د يادې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې، کله چې مجيب الرحمان له يادې لوبډلې سره يو ځاى شو، نو هغه بېرته هېواد ته راستون شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …