کورپاڼه / خپلواک / پاکستان په شل اوريزو لوبو کې خپل لومړى مقام وساته
پاکستان کرکټ ملي لوبډله

پاکستان په شل اوريزو لوبو کې خپل لومړى مقام وساته

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان او بنګله دېش د درې شل اوريزو لوبو لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه د باران له لامله ترسره نه شوه او په دې سره پاکستان د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ د ٢-٠ سره وګټله چې په شل اوريزو لوبو کې يې خپل لومړى مقام برقرار وساته.

د درې شل اوريزو لوبو لړۍ چې د پاکستان په لاهور کې ترسره شوه، په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې بنګله دېش لومړى توپوهنه وکړه او پاکستان ته يې د ١٤٢ منډو هدف وټاکه، چې ياد هدف پاکستان د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لومړۍ لوبه يې په خپل نوم کړه.

په دغه لوبه کې شعېب ملک د ښې توپوهنې له لامله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

په دويمه شل اوريزه لوبه کې هم بنګله دېش لومړى توپوهنه وکړه او پاکستان ته يې د ١٣٧ منډو هدف وټاکه، چې ياد هدف پاکستان د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره او په ٩ لوبو يې بريا خپله کړه چې له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

په دغه لوبه کې بيا بابر اعظم ښه توپوهنه ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

دريمه لوبه چې په لاهور کې ترسره کېده، د باران له لامله ترسره نه شوه او له دې سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ کې پاکستان په ٢-٠ سره بريا خپله کړه. د دغه لړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بيا بابر اعظم ترلاسه کړه.

که چېرته پاکستان په دغه لړۍ کې يوه لوبه هم بايللې واى، نو پاکستان چې اوس مهال د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري، دغه لومړى مقام يې له لاسه ورکاوه، خو پاکستان د يادې لوبلړۍ په بريا سره خپل لومړى مقام وساته.

د يادولو ده چې له دې وروسته پاکستان او هند دوه ټېسټ او يوه يو ورځنۍ لوبه هم ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …