کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ ملي لوبغاړي قېس احمد خوب رښتیا شو
قېس احمد

د کرکټ ملي لوبغاړي قېس احمد خوب رښتیا شو

خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان د ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی قېس احمد وايي، چې خوب يې رښتيا شو او د ۸ کلونو د زيار او زحمت وروسته يې د ټېسټ سياليو خولۍ په سر کړه.

هغه همدا راز دا د خپل ځان لپاره وياړ وګاڼه او وې ويل چې ډېر ویاړم چې د افغانستان لپاره په ټېسټ سياليو کې لوبېږم، نوموړي همدا راز له افغانانو هيله وکړه چې خپلې لوبډلې ته دعاوې وکړي.

قېس احمد د افغانستان او بنګله دېش په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې د بنګله دېش په وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۱ ويکټ هم ترلاسه کړه.قېس احمد او اصغر افغان

د افغانستان او بنګله دېش يوازينۍ ټېسټ لوبې نن دريمه ورځ ده، چې افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۲ او بنګله دېش بيا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې، چې افغانستان ترې ۱۳۷ منډې مخکې دی. همدا راز افغانستان به خپله دويمه پاڼۍ توپوهنه ترسره کوي او بنګله دېش لوبډلې ته به يو ښه هدف د ټاکلو هڅه کوي.

د لوبې په لومړۍ ورځ په نوملړ کې درې نوي ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼو ظهير خان او قېس احمد هم شامل شو، چې روانه ټېسټ لوبه د درې واړو لومړۍ ټېسټ لوبه ده.

قېس احمد ته د لوبې له پيلېدو څخه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسنی مرستيال لوبډلمشر اصغر افغان د ټېسټ سياليو د پيلولو خولۍ ور په سر کړه.

قېس احمد ياد انځورونه په خپله ټويټر پاڼه خپاره کړي او ورسره يې ليکلي دي: ((دا مې خوب و چې ریښتیا شو د تیرو اتو کلونو زیار او زحمت وروسته نن د ټیسټ سیالیو خولۍ را په سر کړل شوه. د ویاړ ځای دی چې په ټیسټ سیالیو کې به د خپل هیواد استازیتوب کوم.

هیله ده چې افغان لوبډله پخپلو دعاګانو کې هیره نکړئ.))


قېس احمد چې د اګست په ۱۵ کال ۲۰۰۰ کې په ننګرهار کې زېږېدلی دی، دا يې لومړۍ نړيواله لوبه ده، ځکه تر دې مخکې د ملي لوبډلې لپاره هېڅ نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې، خو په ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله کې يې ښه لوبه ترسره کړې ده. همدا راز نوموړي فرسټ کلاس، ليسټ اې او شل اوريزو لوبو کې يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده. همدا راز هغه په تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …