خپلواک وېبپاڼه (۲۸ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې کم عمره لوبغاړی نور احمد وايي، چې هغه ډېر خوشحاله دی چې د نړيوال جام په څېر په يو ستر جام کې لوبېږي او په دې ډېر ډاډه دی چې په خپله لوبډله کې به د يوه مهم لوبغاړي په څېر لوبېږي.
هغه وايي، چې په اسيا جام کې هم ما ښه لوبه وکړه او غوره پرفارمنس کې زم نوم و، همدا راز په شپږيزه کې هم ښه لوبېدلی وم او هڅه مې دا ده چې نور هم په ځان کې بدلون راولم.
— Noor Ahmad Lakanwal (@LakanwalNoor) January 5, 2020
نور احمد همدا راز زياتوي، چې هېڅ کله دې ته پام نه کوي چې مخې ته يې کوم توپوهونکی ولاړ دی، ځکه هغه خپله نورمال توپ اچونه کوي.
د افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې مشر روزونکی رييس احمدزی بيا د نور احمد په اړه وايي، چې الله پاک په افغانستان رحم کړی دی چې په کرکټ کې يې ورته د نور احمد په څېر لوبغاړی ورکړی دی.
هغه زياتوي، چې ما مخکې هم دا خبره کړې وه، چې نور احمد داسې يو لوبغاړی دی چې هغه به په ۱۹ کلنو نړيوال جام کې دا ثابته کړي، چې د هند تجارتي ليګ په بولۍ کې د هغه نه اخيستل د لوبډلو تېروتنه وه.
ټول انسانان خوږې خبرې خوښوي، خو بیا هم یو بل ته ترخې خبرې کوي#kabul pic.twitter.com/NMHCZXNy9u
— Noor Ahmad Lakanwal (@LakanwalNoor) December 25, 2019
۱۵ کلن نور احمد د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې د سويلي افريقا پر وړاندې ۹ اورونه ترسره کړل چې د ۴۴ منډو په بدل کې يې ۲ لوبغاړي وسوځول. همدا راز د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په لوبه کې بيا نوموړي ۸.۴ اورونه ترسره کړل چې د ۳۰ منډو په بدل کې يې ۳ لوبغاړي وسوځول، چې په دوه لوبو کې يې ټولې ۵ ويکټې ترلاسه کړې.
Jump after getting the wicket @shpageeza pic.twitter.com/dH5rXHj02M
— Noor Ahmad Lakanwal (@LakanwalNoor) October 27, 2019
همدا راز نوموړي ۱ فرسټ کلاس لوبه کې ګډون کړی دی چې ۴ ويکټې يې پکې ترلاسه کړي او په ۷ شل اوريزو لوبو کې يې بيا ۸ ويکټې ترلاسه کړي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ۱۲ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي سوځولي دي.