خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچوونکي او د افغانستان ملي لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر راشد خان په ټېسټ لوبو کې يو بل ريکارډ هم په خپل نوم کړ.
راشد خان د بنګله دېش سره په روانه يوازينۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۵۱ منډې وکړې او ورپسې يې د بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې د بنګله دېش ۵ لوبغاړي هم وسوځول.
اوس نو نه يوازې دا چې راشد خان د ټېسټ لوبو تر ټولو کم عمره لوبډلمشر ريکارډ په خپل نوم کړی، بلکې په ټېسټ لوبو کې د لوبډلمشر په حېث په خپله لومړۍ لوبه کې يې په لومړي اننګز کې پنځوسيزه هم وهلې او ۵ لوبغاړي يې هم سوځولي دي، چې دا يې يو نوی ريکارډ په خپل نوم کړی دی.
د افغانستان او بنګله دېش په روانه يوازينۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه، چې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې يې ۳۴۲ منډې وکړې، چې رحمت شاه پکې ۱۰۲، اصغر افغان ۹۲ او راشد خان ۵۱ منډې وکړې، همدا راز بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې، چې له افغانستان څخه ۱۳۷ منډې وروسته دی.
راشد خان د بنګله دېش ۵ او محمد نبي بيا د بنګله دېش ۳ لوبغاړي وسوځول.
افغانستان خپله دويمه پاڼۍ پيل کړې ده او هڅه به کوي چې بنګله دېش ته يو ښه هدف وټاکي، تر څو بيا يې دفاع وکولای شي.
نن د بنګله دېش سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې دریمه ورځ ده، چې افغانستان پکې څو ريکارډونه په خپل نوم کړي دي، لومړی ريکارډ د کم عمره لوبډلمشر دی، دويم بيا د افغانستان لومړنی توپوهونکی رحمت شاه چې د افغانستان لپاره يې په ټېسټ لوبه کې سليزه ووهله او همدا راز دريم نړيوال ريکارډ بيا دا دی، چې د لوبډلمشر په حېث راشد خان په خپله لومړۍ لوبه کې پنځوسيزه او ۵ لوبغاړي وسوځول.