کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د توپوهنې نوى روزونکى وګوماره
هېلټن ډېن اکرمن

کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د توپوهنې نوى روزونکى وګوماره

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي لانس کلوزنر وروسته د ملي لوبډلې لپاره د توپوهنې په برخه کې هم نوى روزونکى وټاکه، چې نوموړى د سويلي افريقا لوبډلې پخوانى توپوهونکى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې په خپل يو راپور کې ويلي ي، چې ٤٦ کلن هېلټن ډېن اکرمن چې د سويلي افريقا لوبډلې پخوانى ښي لاسى توپوهونکى دى، د افغانستان ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکى شو.


تر دې مخکې د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکى د افغانستان پخوانى توپوهونکى نوروز منګل و، چې څه وخت مخکې کرکټ بورډ د روزونکي له دندې ليرې کړى و.

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي له خولې ليکلي دي، چې خوښ دى چې ايچ ډي اکرمن له افغانستان کرکټ بورډ سره د ملي لوبډلې د توپوهنې په برخه کې د روزونکي په توګه دنده پيلوي. هغه زياتوي چې په کرکټ او په ځانګړې توګه د لوبغاړو په روزونه کې ډېره تجربه لري او هيله من دى چې د نوموړي په شتون کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د توپوهنې په ډګر کې شته ستونزې او نيمګړتياوې له منځه يوسي.

هېلټن ډېن اکرمن څوک دى؟

٤٦ کلن هېلټن ډېن اکرمن د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې زېږېدلى دى، چې په نويمه لسيزه کې يې د سويلي افريقا کرکټ لوبډلې لپاره د پاکستان او سريلانکا پر وړاندې ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي دي او همدا راز د انګلستان په کاونټي کرکټ کې يې بيا تر ٢٠٠٩ کال پورې لوبه ترسره کړې.

هېلټن ډېن اکرمن ١

خو نوموړي د سويلي افريقا ملي لوبډلې لپاره په نورو کومو فارمېټونو کې ګډون نه دى کړى، همدا راز په فرسټ کلاس کې يې ٢٢٠ او ليسټ اې کې يې ٢٣٠ سياليو کې ګډون کړى دى او د دې تر څنګ يې ٥٥ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړي دي.

هغه په ٤ ټېسټ سياليو کې ١٦١ منډې ترلاسه کړي دي. همدا راز په فرسټ کلاس سياليو کې نوموړي بيا د ٤٣.٦٥ په اوسط ١٤٦٢٥ منډې ترلاسه کړي دي، چې ٤٠ سليزې او ٧٥ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

په ليسټ اې سياليو کې نوموړي بيا د ٣٢.٣١ په اوسط ٦٣٦٦ منډې ترلاسه کړي دي، چې ٤ سليزې او ٤١ پنځوسيزې يې وهلي دي. او همدا راز په شل اوريزو لوبو کې يې بيا ١٨١١ منډې کړي دي چې اوسط يې ٣٧.٧٢ دى او سټرايک رېټ يې ١١٩.٥٣ دى.

همدا راز ويل کېږي چې هغه د سويلي افريقا په کورني کرکټ کې د الف لوبډلې او ايمرجېنګ لوبډلو سره هم د توپوهونې د روزونکي په توګه او د نمېبيا کرکټ لوبډلې سره هم د روزونکي په توګه دندې ترسره کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …