خپلواک وېبپاڼه (٢٨ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال جام په لومړۍ کوارټر فاينل لوبه کې اکاش سينګ او کارتيک تياګي په زړه پورې او خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه، چې هندۍ لوبډله يې د اسټراليا پر وړاندې بريالۍ کړه او د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پايلوبې ته يې ورسوله.
په دغه لوبه کې چې د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې ترسره شوه، په پيل کې اسټراليا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هند لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې يشسوي جېسوال ٦٢، اتاريا انکوليکر ٥٥ ناسوځېدلې او روي بشنويي ٣٠ منډې ترلاسه کړې.
A warm ovation for Atharva Ankolekar after his crucial knock 👏 #U19CWC | #INDvAUS | #FutureStars pic.twitter.com/mxhrjdMKWY
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) January 28, 2020
د اسټراليا له لوري کوري کېلي او ټوډ مورفي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٢٣٤ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا لوبډله د توپوهنې په برخه کې له سختو مشکلاتو سره مخ شوه، چې په ٤٣.٣ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ١٥٩ منډو وسوځېدله او د ٧٤ منډو په توپير يې له هندۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړله.
د اسټراليا له لوري سام فانينګ ٧٥ او ليام سکاټ ٣٥ منډې ترلاسه کړې. د هند له لوري بيا اکاش سينګ او کارتيک تياګي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې کارتيک ٤ او اکاش ٣ لوبغاړي وسوځول او هندۍ لوبډله يې د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پايلوبې ته ورسوله.
Absolute. Scenes.#U19CWC | #INDvAUS | #FutureStars pic.twitter.com/fXnf6Rp6yN
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) January 28, 2020
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کارتيک تياګي ترلاسه کړه، چې په ٨ اورونو کې يې د ٢٤ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول.
د ١٩ کلنو نړيوال جام په دويمه کوارټر فاينل لوبه کې به د جنورۍ په ٢٩مه نېټه د ويسټ انډيز او اسټراليا لوبډلې په بينوني ښار کې سره مخامخ شي.
دريمه کوارټر فاينل لوبه به د بنګله دېش او سويلي افريقا او څلورمه کوارټر فاينل لوبه به د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.