کورپاڼه / خپلواک / پاکستان د اسيا جام کوربه توب کول غواړي، هند وايي پاکستان کې دې نه کېږي
ويراټ کوهلي

پاکستان د اسيا جام کوربه توب کول غواړي، هند وايي پاکستان کې دې نه کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI وايي، چې دوى له دې سره هېڅ مشکل نه لري چې د پاکستان کرکټ بورډ دې د اسيا جام کوربه توب وکړي، خو دوى وايي چې اسيا جام دې په پاکستان کې نه کېږي، بلکې په بل کوم هېواد کې دې ترسره شي.

د ټايمز اف انډيا وېبپاڼې د راپور په وينا، د هند کرکټ بورډ يو چارواکي رسنيو ته ويلي دي، چې د اسيا جام د کوربه توب حقوق ترلاسه کولو سره دوى هېڅ مشکل نه لري، خو د هندۍ کرکټ لوبډله پاکستان ته نه شي تللى او پاکستان دې د اسيا جام کوربه توب ترلاسه کړي خو لوبې دې په اسټراليا يا بل کوم هېواد کې وکړي.

نوموړى وايي، چې خبره ټوله د ځاى په هکله ده، موږ په بيا بيا همدا خبره کوو چې اسيا جام دې په کوم بل ځاى کې ترسره شي، که چېرته دغه جام په پاکستان کې ترسره کېږي، نو هندۍ لوبډله پکې په هېڅ حالت کې هم ګډون نه کوي. هغه همدا راز وايي، کې د اسيا کرکټ شورا له اسيا جام نه هندۍ لوبډله وباسي، نو ښايي بل ډول لوبې ترسره کړي، خو که هند پکې وي، نو پاکستان کې به نه ترسره کېږي.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې په ٢٠١٨ کال کې دوى ځکه د اسيا جام سيالۍ له هند څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال کړې، چې پاکستان نه غوښتل هند ته راشي، نو هند په بل مقام کې سيالۍ ترسره کړې.

بل لوري ته د اسيايي کرکټ شورا لا هم په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د اسيا جام سيالۍ به چېرته ترسره کېږي، د اسيا جام سياليو د ترسره کولو په اړه به د اسيايي کرکټ شورا په راتلونکې ناسته کې پرېکړه وشي.

خو بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر يوې رسنۍ ته په خپلو خبرو کې ويلي و، که هند پاکستان ته د اسيا جام لوبو لپاره رانه شي، نو دوى به د راتلونکي شل اوريز جام سياليو لپاره هم هند ته خپله لوبډله ونه لېږي.

د يادولو ده چې په ٢٠٢١ کال کې د کرکټ نړيوالې شورا شل اوريز جام په هند کې ترسره کېږي، همدا راز د ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام سيالۍ بيا په اسټراليا کې د اکتوبر له ١٨مې د نومبر تر ١٥مې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …