کورپاڼه / په انټرنټ کې په يوه ثانيه کې څومره کارونه کېږي؟
انټرنېټ

په انټرنټ کې په يوه ثانيه کې څومره کارونه کېږي؟

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ جنوري ۲۰۲۰): انټرنټ اوس په نړۍ کې په سلګونو رولونه لري، اوس انټرنټ هم ډاکټر دی، هم ارواپوه دی، هم تېر او هم راتلونکی دی، لنډه دا چې انټرنټ د يوويشتمې پېړۍ د روح ځای نیولی دی. د انټرنټ د کاروونکو شمېر په اوس وخت کې ۴,۵ ميلياردو ته رسېږي، چې د انسانانو د وخت يوه لويه برخه اخلي.

د انټرنټ د بنسټ اېښودونکو ټيم برنرس لي د ټيم لخوا نشر شوي معلومات د انټرنټ د کارونې په هکله جالب معلومات خپاره کړي دي. ددې معلوماتو په بنسټ په ګوګل کې په يوه ثانيه کې د اتيا زرو څخه زياتې پلټنې کېږي. دا په يوه دقيقه کې د ۵ ميليونو څخه د زياتو پلټنو په مانا دي.

د ۲۰۲۰م کال د پيل څخه په انټرنټ کې په يوه ثانيه کې څه کېږي؟

۱- په يوه ثانيه کې ۹ زره ټوټيټونه کېږي.

۲- په يوه ثانيه کې انسټاګرام ته زر انځورونه پورته کېږي.

۳- په يوه ثانيه کې ۴۳۶۴ د سکايپ اړيکې نيول کېږي.

۴- په يوه ثانيه کې په يوټيوب کې ۸۲ زره ۳۱۶ ويډيوګانې ليدل کېږي.

۵- دوه ميليونه او ۸ لکه ۶۰۱ مسېجونه د ايمل له لارې لېږل کېږي.

۶- په ټولنيزو رسنيو کې فېسبوک د لېسټ په سر کې راځي، فېسبوک اوس مهال دوه ميليارده او ۴۰۷ ميليونه کاروونکي لري، په ټويټر کې بیا ۳۵۶ ميلیونه خلک فعال دي.

۷- په ګوګل کې په يوه ثانيه کې ۴۰ زره پلټنې کېږي،چې دا په ورځني ډول د ۳٫۵ ميليارده او په کلني ډول ۱,۲ تریلیونه پلټنو په مانا راځي. په ۱۹۹۸ م کال کې جوړ شوی ګوګل د يوټيوب هم څښتن دی‌.

د ۲۰۱۸م د ارقامو په بنسټ په ۲۰۱۸م کال کې په يوه دقيقه کې په کوګل کې ۴ميليونه او ۱۳۹ زره او ۲۸۰ پلټنې شوې وې. په يوه دقيقه کې ۱۶۳ ميلیونه او ۲۵۸ زره او ۹۸۰ ايميلونه تبادله شوي و. انټرنټ تر ننه پورې د انسانانو ژوند د بنسټیز بدلون لپاره يو تخم کرلی او مېوه به يې په راتلونکو کلونو کې دا وي چې د انسان د ژوند ټول اړخونه به په داسې ډول بدل کړي چې نړۍ به يوه بله بڼه خپله کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

روبوټ

یو کوچنی مقناطیسي روبوټ، چې د بدن زیانمنې برخې ته درمل رسوي

اوس مهال د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې په دې اړه ډېرې هڅې روانې …