خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په وړاندې د کويټ ۱۹ کلنو ځوانانو کم عمره لوبډله هېڅ ثابت شوه او ټوله لوبډله يې په ۸۵ منډو وسوځېدله.
د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په اسيايي جام کې افغانستان نن له کويټ سره خپله دويمه لوبه ترسره کوي. د لوبې په پيل کې پچه د افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او کويټ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د کويټ ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې هېڅ لوبغاړی په دې ونه توانېده چې تر ۲۰ ډېرې منډې وکړي، يوازې ميټ بهاوسار ۲۰ منډې وکړې او نور لوبغاړي يې له دې په کمو منډو وسوځېدل. کويټ لوبډلې په ۲۷.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۸۶ منډو هدف وټاکه.
دا هم ولولئ: افغان ځوانانو پاکستانۍ لوبډلې ته زبردسته ماته ورکړه
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو له لوري شفيق الله غفاري ۳، نور احمد ۲، فضل حق ۲ او عبدالرحمان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
له لنډې دمې وروسته به د افغانستان نولس کلنو کم عمره لوبډله خپله توپوهنه پيل کړي او د ياد هدف د پوره کولو هڅه به کوي.
د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسيايي جام لوبو کې افغان ځوانانو خپله لومړۍ لوبه د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو سره ترسره کړې وه، چې پاکستان ته يې په ۸۵ منډو ماته ورکړې وه.
افغان ځوانانو په ياده لوبه کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې کړې وې او په ځواب کې يې د پاکستان ټوله لوبډله په ۷۸ منډو وسوځوله، خو په ياده لوبه کې باران هم شوی و نو له همدې امله لوبه ۴۶ اورونو ته راکمه شوې وه، چې د ډي ايل قانون تر مخه افغانستان په ۸۵ منډو پکې بريا خپله کړې وه. همدا راز شفيق الله غفاري د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.