کورپاڼه / خپلواک / هند په سوپر اور کې هم نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
روهيت شرما

هند په سوپر اور کې هم نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ جنوري ٢٠٢٠): د هند او نيوزيلېنډ دريمه شل اوريزه لوبه ډېره جالبه او په زړه پورې وه، چې په سوپر اور کې هندۍ لوبډلې بريا خپله او د دې سره يې د ٥ شل اوريزو لوبو لړۍ کې د ٣ لوبو په بريا سره دغه لړۍ هم په خپل نوم کړه چې اوس په ٣-٠ سره مخکې ده.

دغه لوبه چې په همېلټن کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه نيوزيلېنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې روهيت شرما ٦٥، لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٣٨ او کى ايل راهول ٢٧ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري همېش بينيټ ٣، مچل سانتنر او کولين دي ګرېنډ هوم ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٨٠ منډو د هدف په تعقيب کې نيوزيلېنډ هم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې او له هند سره يې منډې مساوي کړې، چې لوبه مساوي شوه.

د نيوزيلېنډ لپاره لوبډلمشر کېن ويليمسن ٩٥ او مارټين ګوپټيل ٣١ منډې وکړې. د هند له لوري شردل ټاکر او محمد شامي ٢-٢، يوژيندرا چاهل او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې مساوي کېدو وروسته سوپر اور ترسره شو، چې لومړى نيوزيلېنډ سوپر اور وکړ، چې کېن ويليمسن او مارټين ګوپټېل توپوهنې ته راغلل او جسپريت بومرا ورته توپ اچونه وکړه.

دواړو په ګډه په سوپر اور کې ١٧ منډې ترلاسه کړې او هند ته يې د ١٨ منډو هدف وټاکه.

د هند له لوري روهيت شرما او کى ايل راهول توپوهنې ته راغلل او ټيم ساوټي توپ اچونې ته راغى، خو هندي توپوهونکو په سوپر اور کې ٢٠ منډې ترلاسه کړې او په دې سره يې نيوزيلېنډ ته په دريمه شل اوريزه لوبه کې هم ماتې ورکړه، چې د دريمې لوبې د بريا تر څنګ يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه، چې نه يوازې په لوبه کې يې ښه توپوهنه ترسره کړې وه، بلکې په سوپر اور کې يې هم ښه توپوهنه ترسره او لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ٥ شل اوريزو لوبو لړۍ څلورمه لوبه به د د جنورۍ په ٣١مه نېټه د نيوزيلېنډ په ويلنګټن ښار کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …