کورپاڼه / خپلواک / نيوزيلېنډ هم ويسټ انډيز ته د ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لاړه
نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز

نيوزيلېنډ هم ويسټ انډيز ته د ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لاړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام سوپر ليګ دويمه کوارټر فاينل لوبه کې نيوزيلېنډ د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې ځان ورساوه.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په بينوني کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ويسټ انډيز ١٩ کلنو لوبډلې په ٤٧.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيرک مک کينزي ٩٩، کيلون اېنډرسن ٣٣ او انتونيو موريس ٣١ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري کريسچيان کلارک په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٤ ويسټ انډيزي لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز جوي فيلډ او جيس تشکوف ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ٢٣٩ منډو هدف د اسټراليا ١٩ کلنو لوبډلې په ٤٩.٤ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې په ٢ ويکټو يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري کريسچيان کلارک ٤٦ ناسوځېدلې، جوي فيلډ ٣٨ ناسوځېدلې، سيمون کين ٣٣ او کيون سونډي ٣٢ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري اشميډ نيډ ٣، جوشوا جېمز او ميتيو فورډ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريسچيان کلارک ترلاسه کړه، چې نه يوازې په توپ اچونه کې يې خپل جادو ښکاره کړ، بلکې په توپوهنه کې هم ښه وځلېده او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د دې لوبې په بريا سره د نيوزيلېنډ لوبډلې د سوپر ليګ پلى اف دويم سيمي فاينل ته لار پېدا کړه، همدا راز هند بيا د سوپر ليګ لومړي سيمي فاينل ته لار پېدا کړې ده.

د سوپر ليګ دريم کوارټر فاينل لوبه به د جنورۍ په ٣٠مه نېټه د بنګله دېش او سويلي افريقا لوبډلو ترسره کېږي او څلورمه کوارټر فاينل لوبه به د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ د جنورۍ په ٣١مه نېټه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …