کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: ايا افغانستان به له پاکستان لوبه وګټي؟
پاکستان او افغانستان

١٩ کلنو نړيوال جام: ايا افغانستان به له پاکستان لوبه وګټي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې د سوپر ليګ په څلورمه کوارټر فاينل لوبه کې افغانستان ١٩ کلنه لوبډله د پاکستان ١٩ کلنې لوبډلې سره مخ کېږي.

په روان ١٩ کلن نړيوال جام کې د دواړو لوبډلو لوبو ته په کتلو سره افغان لوبډله تر پاکستانۍ لوبډلې ښه روانه ده، ځکه افغان لوبډلې په ١٩ کلنو نړيوال جام کې د سويلي افريقا په څېر پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه او همدا راز متحده عربي اماراتو لوبډله يې هم ماته کړه او د کاناډا لوبډلې سره يې لوبه ترسره نه شوه.

خو پاکستان بيا سکاټلېنډ او زمبابوې په څېر لوبډلو سره لوبې وکړې او هغوى ته يې ماتې ورکړې، همدا راز له بنګله دېش لوبډلې سره يې بيا لوبه د باران له لامله ترسره نه شوه.

افغانستان په خپل ګروپ کې د ٥ نومرو سره په لومړي مقام راغله، خو د پاکستان په ګروپ کې بيا بنګله دېش لوبډله د ٥ نومرو سره په لومړي مقام کې راغله.

که چېرته د افغانستان او پاکستان ١٩ کلنو لوبډلو تېرو لوبو ته يوه کتنه وکړه، نو د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستۍ ٥ لوبو کې ٤ لوبو کې افغانستان بريا خپله کړې او ١ لوبه بيا د باران له لامله نه ده ترسره شوې.

د ١٩ کلنو اسيايي جام چې تېر کال ترسره شو، افغانستان پکې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې ته يې د ١٦٣ منډو هدف وټاکه، خو په ځواب کې افغان لوبغاړو ښه توپ اچونه ترسره او ټوله پاکستانۍ لوبډله يې په ٧٨ منډو وسوځوله.

همدا راز د ٢٠١٨ کال د ١٩ کلنو نړيوال جام کې بيا افغانستان د پاکستان لوبډلې ته د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې هدف ټاکلى و، چې پاکستانۍ لوبډله يې بېرته په ١٨٨ منډو وسوځوله او افغان لوبډلې بريا خپله کړه.

د ٢٠١٧ کال په اسيايي جام کې هم افغانستان او پاکستان دوه لوبې ترسره کړې وې، چې په يوه لوبه کې پاکستانۍ ټوله لوبډله په ٥٧ منډو وسوځېده او افغان لوبډلې ياد هدف د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، په دويمه لوبه کې بيا افغان لوبډلې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٨ منډې وکړې او د پاکستان ټوله لوبډله يې بېرته په ٦٣ منډو وسوځوله.

د افغان ١٩ کلنې لوبډلې مشر روزونکى رييس احمدزى وايي، چې د سويلي افريقا پيچونو ته په کتلو سره ښايي افغان لوبډله په پاکستانۍ لوبډلې زوروره شي، ځکه په دغه پيچونو ورو توپ اچونکي ښه توپ اچونه کولاى شي، چې افغان لوبډله د ورو توپ اچونکو طاقت لري.

هغه همدا راز په خپله يوه مرکه کې دا خبره هم کړې ده، چې پاکستان په ١٩ کلنو سياليو کې هېڅ کله هم له افغان لوبډلې لوبه نه ده ګټلې او دا هم د دوى لپاره يوه ښه خبره ده.

خو تر ډېره خبره د موسم په اړه هم ده، دا خو به د جنورۍ په ٣١مه نېټه معلومه شي، چې موسم او بخت د کومې لوبډلې سره يو ځاى کېږي او کومه لوبډله ښه لوبه ترسره کوي او نيمه پايلوبې ته لار پېدا کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …