خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د ښې توپ اچونې او ښې توپوهنې له امله افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کويټ ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته د ۷ ويکټو په ستر توپير ماته ورکړه او د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسيايي جام کې يې پرلپسې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه.
د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په اسيايي جام کې افغانستان نن له کويټ سره خپله دويمه لوبه ترسره کړه. د لوبې په پيل کې پچه د افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او کويټ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د کويټ ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې هېڅ لوبغاړی په دې ونه توانېده چې تر ۲۰ ډېرې منډې وکړي، يوازې ميټ بهاوسار ۲۰ منډې وکړې او نور لوبغاړي يې له دې په کمو منډو وسوځېدل. کويټ لوبډلې په ۲۷.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۸۶ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو له لوري شفيق الله غفاري ۳، نور احمد ۲، فضل حق ۲ او عبدالرحمان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
افغان ځوانانو د ۸۶ منډو هدف ۱۲.۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ۷ ويکټو يې د کويټ لوبډلې ته ماته ورکړه. د افغان لوبډلې له لوري فرحان زاخېل ۳۸ ناسوځېدلې، رحمان الله ۲۸، عابد الله تڼيوال ۸، صدیق الله اتل ۴ او اصف موسی زي ۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ترلاسه کړه، نوموړي له دې مخکې د پاکستان سره هم په لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه.
د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسيايي جام لوبو کې افغان ځوانانو خپله لومړۍ لوبه د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو سره ترسره کړې وه، چې پاکستان ته يې په ۸۵ منډو ماته ورکړې وه.
افغان لوبډله به خپله راروانه لوبه د هند له لوبډلې سره ترسره کوي.