کورپاڼه / خپلواک / نن د چټک توپوهونکي محمد شهزاد کلیزه ده

نن د چټک توپوهونکي محمد شهزاد کلیزه ده

خپلواک وېبپاڼه (۳۱ جنوري ۲۰۲۰): محمد شهزاد د افغان لوبډلې د ملا تير که نه و، خو تر ټولو مهم لوبغاړی و، ځکه چې نه یوازې یوازینی بیګ هیټر یا چټک توپوهونکی و، بلکې ویکټ ساتونکی هم و، نو ټوله لوبه به يې هم کنټرولوله او د هغه غږ به د ټلویزیون په شیشه هم تر ټولو ډېر اورېدل کېده.

هغه د کرکټ مالګه هم وه، ځکه لوبه به یوازې لوبه نه کوله، بلکې انټرټېنمنټ به يې ترې جوړاوه او نه یوازې په مېدان کې به ورسره ټول خوشحاله و، بلکې ټلویزیون ته ناستو کسانو به هم ترې خوند اخیست.

محمد شهزاد له نن نه ۳۲ کاله مخکې د ننګرهار په جلال اباد ښار کې زېږېدلی و.

هغه د افغانستان لپاره په ډېرو لوبو کې ګډون وکړ او تر نورو يې په توپوهنه کې ډېرې منډې هم ترلاسه کړي دي.

پر نوموړي به تر ډېره دا نیوکې هم کېدې، چې وزن يې ډېر دی او خپل فيټنس ته هېڅ پام نه کوي.

په دې محمد شهزاد هم په یوه مرکه کې دا خبره کړې وه، چې تر ویراټ کوهلي اوږدې شپږیزې وهلی شي، نو د وزن په کمولو ولې وخت خراب کړي.

د ۲۰۱۹ نړيوال جام کې نوموړی له دې لامله بېرته هېواد ته راولېږل شو، چې ټپي دی او ډاکټرانو له لوبې منع کړی دی.

خو محمد شهزاد کابل ته له رارسېدو سره سم د هغه وخت لوبډلمشر ګلبدین نایب او د وخت چیرمېن عزیز الله فضلي پر ضد څرګندونې وکړې او وې ویل چې هغه روغ دی، خو دوی د یوې دسیسې له لارې له نړیوال جام نه بهر کړو.

وروسته محمد شهزاد په پاکستان کې په تمریناتو ولیدل شو، چې ویډیوګانې يې رسنیزې شوې او بیا پرې د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو نه د سرغړاوي له لامله د یو کال لپاره بندېز ولګاوه.

نوموړي افغان لوبډلې ته په ډېرو لوبو کې بریا ور په برخه کړې ده، خو اوس په لوبډله کې نشته او لا هم په دې اړه هېڅ خبر نشته، چې هغه به یو ځل بیا په افغان لوبډله کې ولوبېږي او که نه.

محمد شهزاد د افغانستان لپاره په ۸۴ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړی دی، چې د ۳۳.۶۶ په اوسط يې ۲۷۲۷ منډې کړي دي. په یوه لوبه کې بیا نوموړي ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړي.

همدا راز نوموړي بیا ۶ سلیزې او ۱۴ پنځوسیزې هم وهلي دي.

په شل اوریزو لوبو کې بیا نوموړي په ۶۵ لوبو کې ګډون کړی او د ۳۱.۲۲ په اوسط يې ۱۹۳۶ منډې کړي دي.

هغه په یوه لوبه کې ۱۱۸ ناسوځېدلې زیاتې منډې هم کړي او ۱۲ پنځوسیزې يې هم وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …