کورپاڼه / خپلواک / پاکستان له افغان لوبډلې پخوانۍ بدلې هم واخيستې
افغانستان او پاکستان

پاکستان له افغان لوبډلې پخوانۍ بدلې هم واخيستې

خپلواک وېبپاڼه (٣١ جنوري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په څلورمه کوارټر فاينل لوبه کې د پاکستان ١٩ کلنو لوبډلې د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د تېر ١٩ کلنو نړيوال جام بدل هم واخيست.

د سوپر ليګ څلورمه کوارټر فاينل لوبه د افغانستان او پاکستان ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ د سويلي افريقا په بينوني ښار کې ترسره شوه. په پيل کې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د پيل توپوهنې لپاره ابراهيم ځدراڼ او فرحان زاخېل راووتل، دواړو منډې ٤١ ته ورسولې، چې ابراهيم ځدراڼ يوازې د ١١ منډو ترلاسه کولو وروسته د طاهر حسېن په توپ باندې عامر علي کېچ کړ.

افغان ١٩ کلن لوبغاړي ١

ورپسې عمران راغى، خو هغه هم په ٩ توپونو ٤ منډې وکړې او د محمد عامر خان په توپ باندې د ويکټو تر شا ولاړ روحېل نظير کېچ کړ. ورپسې لوبډلمشر فرحان زاخېل بيا د عامر علي د توپ ښکار شو، چې هغه ٤٠ منډې کړې وې، په ٧٢ منډو باندې افغانستان خپلې ٣ ويکټې له لاسه ورکړې وې.

رحمان الله او عابد محمدي هم هڅه وکړه چې ښه توپوهنه ترسره کړي، چې په ٢٩ او ٢٨ منډو يې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې، په نورو لوبغاړو کې عبدالرحمان ٣٠، محمد اسحاق ١٥ او نور احمد ١١ منډې وکړې.

فرحان زاخېل

افغانستان په ٤٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٩ منډې وکړې چې د پاکستان لوبډلې ته يې د ١٩٠ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له لوري محمد عامر خان ٣، فهد منير ٢، طاهر حسېن، عباس اپريدي، عامر علي او قاسم اکرم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٩٠ منډو د هدف په تعقيب کې د پاکستان له لوري حېدر علي او محمد هرېره توپوهنې ته راووتل او دواړو په ګډه ٦١ منډې وکړې، چې حېدر علي د منډې پر مهال اصف موسى زي وسوځاوه، هغه ٢٨ مندې کړې وې.

له هغه وروسته د محمد هرېره ملګرتيا ته لوبډلمشر روحېل نظير راغى او دواړو د پاکستان منډې ١١٧ ته ورسولې، چې روحېل نظير د نور احمد د توپ ښکار شو، چې شفيق الله غفاري کېچ کړ.

ورپسې فهد منير راغى، خو هغه يوازې ٢ منډې کړې وې چې خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه، هغه د نور احمد په توپ باندې ايل بي ډبليو شو. محمد هرېره بيا ٦٤ منډې وکړې او د منډې پر مهال وسوځېده.

قاسم اکرم او محمد حارث دواړو ښه توپوهنه ترسره کړه او د افغانستان له لوري ورکړل شوى هدف يې پوره کړو، دواړو ٢٥ او ٢٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

پاکستان ياد هدف په ٤١.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او نيمه پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

نور احمد

د افغانستان له لوري نور احمد ٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد هرېره ترلاسه کړه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې په اسيا جام او ١٩ کلنو نړيوال جام کې افغانستان پرلپسې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وې او دا ځل هم ډېره هيله وه چې افغان لوبډله به پاکستانۍ لوبډله ماته کړي، خو پاکستانۍ لوبډلې دا ځل ډېر په اسانۍ بريا خپله کړه.

د يادولو ده چې افغانستان به په ١٩ کلنو نړيوال جام کې خپله راتلونکې لوبه سوپر ليګ پلى اف دويم سيمي فاينل کې د فبرورۍ په ٢مه نېټه له اسټراليا سره لوبه وکړي او پاکستان به بيا په سوپر ليګ لومړي سيمي فاينل کې د هند سره لوبه ترسره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …